د پاکستان بلوچستان صوبې سرښار کويټه کې نن د غټ اختر په ورځ یوه بمي چاؤدنه کې لږترلږه دوه پوليس وژل شوي او اته نور کسان ژوبل شوي دي .
پولیس چارواکو ویلي د بمي چاؤدنې پېښه د کويټې په سریاب روډ باندې د پولیس ټریننګ سنټر سره نزدې رامنځته شوې ده .
د پولیس سرچینو ترمخه وسله والو په علاقه کې په ګزمه بوخت د پوليس موبايل (ګاډی) په هدف کړی دی .
راپورونه د چارواکو لخوا چاؤدنه کې د دوه پوليس سرتېرو د وژنې او د پينځه پولیسو په ګډون د اته نورو کسانو د ژوبلېدو پخلی کوي .
پېښه کې ژوبل کسان د کویټې سِول روغتون ته وړل شوي او په روغتون کې بيړنې حالت په ځاې شوي دي .
امنیتي چارواکې د پېښې د ځاې ته رسېدلي، علاقه يې په ګېره کې اخستې او د لټون عملیات يې پېل کړي دي .
تر اوسه پورې د پېښې زمه واري چا نه ده قبوله کړې .
د کويټې سریاب روډ هغه حساسه سیمه ګڼل کيږي چرته چې له دې وړاندې هم یو شمېر پېښې رامنځته شوي او امنیتي سرتيري هم پکې په هدف شوي دي .