لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان به په نړیوال کچ یواځې کوؤ، مودي


د هند کېراله رياست په کوجهکوډ ښار کې د خپل ګوند "بهارتيه جنتا پارټي عوامي غونډې ته د وېنا پروخت د هند وزيراعظم پاکستان د سختو نيوکو لاندې راوستو
د هند کېراله رياست په کوجهکوډ ښار کې د خپل ګوند "بهارتيه جنتا پارټي عوامي غونډې ته د وېنا پروخت د هند وزيراعظم پاکستان د سختو نيوکو لاندې راوستو

د هند وزيراعظم نريندرامودي ويلي چې که د پاکستان او هند ولسونه جګړه کوي بايد د غربت، بې روزګارۍ او تعليم لپاره دې وکړي بيا دې وکتل شي چې څوک پکې بريالي کېږي .

نریندرا مودي پاکستان په مبينه توګه ترهه ګر پېدا کوونکی او لېږونکی ملک ګرځولی او زياته کړې يې ده چې دوي به ګاونډي هېواد په نړيواله ورورلۍ کې يواځې کړي .

تېره اوونۍ د هند د ولقې لاندې کشمير په اُړي سيمه کې په پوځ د بريد وروستو دا وړومبی ځل دی چې نريندرامودي په يوه عوامي غونډه کې پر پاکستان دا تور لګولی دی .

د خالي په ورځ د هند کېراله رياست په کوجهکوډ ښار کې د خپل ګوند "بهارتيه جنتا پارټي عوامي غونډې ته د وېنا پروخت د هند وزيراعظم پاکستان د سختو نيوکو لاندې راوستو او وې وئيل چې پاکستان او هند يوځای ازاد شوي دي، هند نړۍ ته سافټ وئير لېږي ولې پاکستان ترهه ګر ۔ ۔

هند په دې خبره زور ورکوي چې په اُړي بريد کې په مبينه توګه د پاکستان ناقانونه سخت دريزه ګوند ککړ وو خو پاکستان د هند دغه ټول تورونه رد کړي او دا يې په کشمير کې د هند له خوا روان زياتي څخه د خلکو نظر اړولو يو ګام ګرځولی دی .

د هند وزيراعظم جلسې ته په وېنا کې وويل چې دوه نور ګاونډي هېوادونه افغانستان او بنګله دېش هم په مبينه توګه د پاکستان د ترهه ګرۍ نه اغېزمن کېږي .

د دواړه اېټمي قوتونو ترمېنځه د روان تازه کړکېچ په اړه د هند ځيني حلقې او په خصوصي توګه د بهارتيه جنتاپارټۍ مشرانو د پاکستان پرضد د پوځي کاروايۍ غوښتنه کړې ده ولې نريندرامودي وايي چې هغه به نړيوال کچ او په سفارتي توګه پاکستان يواځي کولو مهم پېل کوي .

هندي وزيراعظم په خپله وېنا کې د پاکستان ولس ته ووئيل چې که دواړه هېوادونه جنګ کوي نو بايد د غربت ، بې روزګاري او بې تعيلمۍ په مېدانونو کې وجنګېږي او بيا دې وکتل شي چې څوک بريالي کېږي .

د پاکستان د سياسي او عسکري مشرانو له خوا داسې بيانونه هم مخې ته راغلي چې دوي به د هند د کوم ګام هر قسمه مخنيوی کوي او د خپل هېواد ساتنه به کوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG