د بلوچستان صوبې سرښار کويټه کې ناڅرګنده وسله والو د سورولو په یو ځایي بس ډزې کړي څلور ښځې پکې وژل شوي او یوه بله ژوبل شوې ده .
د پولیس چارواکو په وینا دغه پېښه نن د نهې/سه شنبې په ورځ ناوخته د کويټې په کیراني روډ باندې رامنځته شوې او نامعلومو موټر سائیکل سورو وسله والو په بس ډزې کړي دي .
د کويټې د پولیس مشر رسنیو سره خبرو کې ویلي دا د سورلو عام ګاډی ؤ اته ښځې پکې سورې وې او پينځه پکې په ډزو لګېدلي دي .
د چارواکو په وینا دغه بس د کویټې هزاره ټاؤن سیمې ته روان ؤ او او ښکاري چې په نخښه شوې ښځې هم د شیعه هزاره ورورولۍ سره تعلق لري .
ځینې راپورونه وایي په بس کې د ۴۰ پورې کسان سواره وو چې زیاتې پکې ښځې وې .
د صوبې اعلی وزیر ثناالله زهري د پېښې غندنه کړې ده .
بلوچستان صوبه چې د تیرې یوې مودې نه د بدامنۍ ښکار ده له دې وړاندې پکې وخت په وخت د بمي چاؤدنو او هدفي وژنو سره د سرکاري کارمندانو وژنو هم رامنځته شوي دي .
او دغلته په ځانګړي ډول د شیعه هزاره ورورولۍ سره تعلق لرونکي کسان هم په هدف شوي دي .