لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خبریال نه د شواهدو د پخلي حق لرو، چوهدري نثار


چوهدري نثار ویلي، ورته ویل شوي ؤ چې سرل المايډا د دوبۍ تللو دپاره ټکټ اخستی دی ځکه د هغه نوم په اي سي اېل کې واچول شو.
چوهدري نثار ویلي، ورته ویل شوي ؤ چې سرل المايډا د دوبۍ تللو دپاره ټکټ اخستی دی ځکه د هغه نوم په اي سي اېل کې واچول شو.

د پاکستان د کورنو چارو مرکزي وزیر چوهدري نثارعلي خان ویلي د ورځپاڼې ډان د خبریال سرل المايډا نوم يې د دې دپاره په ایګزټ کنټرول لسټ (اي سي اېل) کې اچولی، ځکه چې د ملي امنیت په اړه د شوې غونډې په اړوند د خبر تحقیقات وکړی شي.

چوهدري نثار ویلي، ورته ویل شوي ؤ چې سرل المايډا د دوبۍ تللو دپاره ټکټ اخستی دی ځکه د هغه نوم په اي سي اېل کې واچول شو.

اي سي اېل کې شامل کسان د ملک نه بهر تګ نه شي کولی.

د کورنو چارو د وزیر په وینا ((که چرته خبریال بهر تلی نو په حکومت به تور لګېدو چې خپله يې خبر ورکړی او د خبر خپرونکی مرکزي کردار يې بهر ولېږو)).

هغه ویلي خبریال باندې به کوم فشار نه اچول کيږي.

چوهدري نثار یو ځل بیا د حکومت دریز تکرار کړی چې د ډان ورځپاڼې خبر د حقیقت په ضد دی او د دغه خبر نه د پاکستان مخالفینو ته د ټکونو کولو موقع په لاس ورغلې ده.

(( د غېر ریاستي عناصرو په اړوند چې زمونږ د دښمنانو کوم موقف دی، د دې خبر نه هغه نور خور شو)).

Cyril Almeida, journalist for Pakistan's DAWN newspaper
Cyril Almeida, journalist for Pakistan's DAWN newspaper

​د ۶م اکتوبر د ډان ورځپاڼه کې ((سِول چارواکو پوځ ته ویلي، تُندلارو په ضدګام یا په نړیوال کچ یواځې والی)) د عنوان لاندې د سرل المايډا خبر خپور شوی ؤ.

د وزیراعظم نوازشریف په مشرۍ د ملي امنیت د کمېټۍ ترسره شوې غونډې په اړه ډان ورځپاڼې دغه خبر خپور کړی ؤ چې پکې ویل شوي ؤ، د ملک سیاسي مشرتابه پوځي چارواکو ته ویلي چې د غېر ریاستي خلکو په ضد بې د څه توپیره عملیات پکار دي ګنې پاکستان په نړیوال کچ یواځې کېدی شي.

د وزیراعظم د دفتر لخوا دغه خبر جعلي ګرځول شوی او بیا د وزیراعظم نوازشریف او پوځ سرلښکر جنرال راحیل شریف او نورو چارواکو سره په یوه لیدنه کې دغه خبر د حقایقو برعکس او په خپرېدو یې اندېښنه څرګند کړی شوې وه.

چوهدري نثار ویلي (( د سرل المايډا نوم مو د مجبورۍ لاندې په اي سي اېل کې اچولی، دوه یا درې کسان د دغه خبر په اړوند تحقیقات کوي او په دوه درېو ورځو کې به تحقیقات مکمل شي بیا هر سړی ازاد دی)).

ډان ورځپاڼه وايي د ملي امنیت د کمېټۍ د غونډې په اړوند يې خپور کړی خبر سم دی او د دغو معلوماتو پخلی شوی او رښتیا يې معلوم کړی شوي او بیا خپور کړی شوی دی.

د سرل المايډا د نوم په اي سي اېل کې د شاملولو په غبرګون کې د بشري حقونو نړیوال سازمان هیومن رايټس واچ او د خبریالانو د نړیوالو تنظیمونو سره ځايي خبریالانو هم د حکومت نه غوښتي چې د سرل المايډا نوم دې د اي سي اېل نه وویستی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG