لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مهمندايجنسي : دوو بمي چاودنو کې پينځه عسکر ژوبل شوي


 دپوليټيکل انتظاميې وينا ده چې سحر مهال دصافوتحصيل دچمرکنډ بلال جومات سره نزدې امنيتي ځواکونه دمعمول مطابق په ګزمه بوخت وو چې په دغه مهال پرې په کچه لاره دوړاندې دښخ کړى شوو بمونو له لارې چاودنې وشوې.
دپوليټيکل انتظاميې وينا ده چې سحر مهال دصافوتحصيل دچمرکنډ بلال جومات سره نزدې امنيتي ځواکونه دمعمول مطابق په ګزمه بوخت وو چې په دغه مهال پرې په کچه لاره دوړاندې دښخ کړى شوو بمونو له لارې چاودنې وشوې.

دافغانستان دپولې ترڅنګ دپاکستان دقبايلي سيمې مهمندايجنسۍ په صافو تحصيل کې دوو بيلا بيلو بمي چاودنو کې پينځه عسکر ژوبل شوي دي.

دپوليټيکل انتظاميې وينا ده چې سحر مهال دصافوتحصيل دچمرکنډ بلال جومات سره نزدې امنيتي ځواکونه دمعمول مطابق په ګزمه بوخت وو چې په دغه مهال پرې په کچه لاره دوړاندې دښخ کړى شوو بمونو له لارې چاودنې وشوې.

بمي چاودنو کې پينځه عسکر ژوبل شوي چې دعلاج لپاره دمامد ګټ روغتون ته وړل شوي دي.

دچاودنې څخه وروستو سيمې ته په ګڼ شمير کې عسکر رسيدلي او ټوله سيمه يې پخپله ولکه کې اخستې ده، دپېښې وروستو امنيتي ځواکونو سيمه دلټونې عمليات پيل کړيدي.

ددغو چاودنو ذمه واري تر دې مهاله چا نه ده قبوله کړې خو له دې وړاندې دپاکستان په بيلا بيلو برخو کې په امنيتي ځواکونو دشوو بريدونو ذمه واري پاکستاني طالبانو او تندروه ډلې داعش قبوله کړې ده.

په ډاګه دې وي چې تيره مياشت هم دمومندايجنسۍ امبار تحصيل کې دجمعې نمونځ کې ديو ځانمرګي بريد له امله لږ ترلږه ٣٨ کسان وژل شوي او خواوشا ٥٠ نور ژوبل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG