لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامريکا ددفاع وزير په ناڅاپي سفر عراق ته رسيدلى


 سږکال عراق ته دکارټر دا دريم سفر دى، هغه دداعش په ضد دامريکا په ملاتړ دعراقي ځواکونو مشرۍ کې دروانو عملياتو څارنه کوي.
سږکال عراق ته دکارټر دا دريم سفر دى، هغه دداعش په ضد دامريکا په ملاتړ دعراقي ځواکونو مشرۍ کې دروانو عملياتو څارنه کوي.

دامريکا ددفاع وير ايش کارټر دخالي په ورځ عراق ته رسيدلى چرته چې به هغه ايتلافي کمانډرانو سره ليدنه کې موصل څخه دداعش دقبضې خلاصولو لپاره په روانو عملياتو او مرسته خبرې اترې کوي.

سږکال عراق ته دکارټر دا دريم سفر دى، هغه دداعش په ضد دامريکا په ملاتړ دعراقي ځواکونو مشرۍ کې دروانو عملياتو څارنه کوي.

دهغه ددغه ناڅاپي سفر څخه څو ورځې دمخه عراق کې يوه بمي چاودنه کې يو امريکايي پوځي وژل شوى و.

دامريکا ددفاع وزير به دعراق وزيراعظم حيدرالعبادي سره هم ليدنه کوي.

دجمعې په ورځ کارټر انقره کې ترک صدر رجب طيب اردوان سره ليدنه کړې وه چې پکې دداعش په ضد عراق او شام کې دترکي او امريکا ترمينځ دعسکري مرستې په سيوا کولو خبرې اترې شوې وې خو عراق پخپله خاوره دداعش په ضد روانو عملياتو کې دترکي شامليدو ته ډير زړه نه ښه کوي.

دامريکا ددفاع وزيردلوړپوړو ترک سياسي او عسکري چارواکو سره هم ليدنې کړې وې.

ترکي دموصل جګړه کې لويې کردار ادا کولو ته ليواله ده خو عراقي حکومت دترک پوځونو دغو عملياتو کې دګډون مخالفت کوي.

امريکا ددغو دواړو هيوادونو ترمينځ په اختلافونو انديښنه څرګنده کړې ده.

دترکي په سفر دتللو څخه دمخه کارټر ويلي وو هغه به په ترکي ټينګار کوي چې دعراق دخپلواکۍ درناوي وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG