د پاکستان پنجاب صوبې د ترهګرۍ په ضد عملیات کؤنکو د پولیس څانګې (سي ټي ډي) ادعا کړې چې یوه نښته کې يې څلور ترهګر وژلي دي.
د سرکاري میډيا ترمخه د سي ټي ډي چارواکو ویلي دغه نښته د خالي او اتوار په منځنۍ شپه کې د پنجاب صوبې په خانېوال سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سي ټي ډي ترمخه د نښتې په مهال دوه یا درې ترهګر د موقعې څخه په تېښته کې کامیاب شوي دي.
ځینې راپورونه د چارواکو له قوله وايي د وژل شوؤ وسله والو تعلق د تحریک طالبان پاکستان ډلې سره دی.
پنجاب صوبه کې په وروستیو کې دغه ډول عملیاتو او نښتو کې د وسله والو د وژنو ادعاوې زیاتې مخې ته راځي ولې د ازادو سرچینو څخه د دې پخلی نه کيږي.
د خالي او اتوار په منځنې شپه کې سي ټي ډي په یوه نښته کې د القاعده سره اړونده پینځه ؤ وسله والو د وژنې ادعا کړې وه .
هم په روانه میاشت کې له دې وړاندې په ګوجرانواله کې د القاعده د درېو ترهګرو او له هغې وړاندې په ډېره غازي خان سیمه کې د القاعده او تحریک طالبان پاکستان سره اړونده اته ؤ وسله والو د وژل کېدو ویل شوي وو.