لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرايجنسي : دجنګي الوتکو بريدونو کې ٨ جنګيالي وژل شوي


 د حکومتي سرچينو ترمخه دجنګي الوتکو څخه دغه بريدونه کوکي خيل سيمه کې ترسره شوي دي چې پکې دجنګيالو ګڼې ځالې هم له مينځه وړل شويدي.
د حکومتي سرچينو ترمخه دجنګي الوتکو څخه دغه بريدونه کوکي خيل سيمه کې ترسره شوي دي چې پکې دجنګيالو ګڼې ځالې هم له مينځه وړل شويدي.

دافغانستان دپولې ترڅنګ دپاکستان دقبايلي سيمې خېبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې دجنګي الوتکو څخه دمشکوکو ترهه ګرو ځالې په نخښه کړى شوي چې پکې لږ ترلږه اته جنګيالي وژل شويدي.

د حکومتي سرچينو ترمخه دجنګي الوتکو څخه دغه بريدونه کوکي خيل سيمه کې ترسره شوي دي چې پکې دجنګيالو ګڼې ځالې هم له مينځه وړل شويدي.

خو هوايي بريدونو کې دوژل شوو جنګيالو په اړه نه ده په ډاګه شوې چې هغوي دکومې ډلې سره تعلق لرلو.

قبايلي سيمې پورې ازاده ميډيا رسد نه لري نو له دې امله په ازادانه توګه ددغو هوايي بريدونو او پکې درامينځته شوې مرګ ژوبلې پخلى نه شي کيدى.

سيمه کې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) او دتندروه کمانډر منګل باغ ډله لشکراسلام زياتې فعاله دي.

دپاکستان پوځ دعوه کړې وه چې خېبرايجنسۍ کې يې دعملياتو په ترڅ کې سيمې څخه ترهه ګر له مينځه وړيدي دي خو وخت په وخت خېبرايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ دنښتو خبرونه ترلاسه کيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG