لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نایجیریا کې د چرچ وداني غورځېدو کې۶۰ کسان وژل شوي


د خالي په ورځ د ملبې نه ۶۰ مړي راویستل شوي او د نورو راویستو اندېښنه څرګند کړی شوې وه.
د خالي په ورځ د ملبې نه ۶۰ مړي راویستل شوي او د نورو راویستو اندېښنه څرګند کړی شوې وه.

د نایجیریا چارواکو او عیني شاهدینو ویلي د یوچ چرچ د چت راغورځېدو پېښه کې هلته موجود ۶۰ کسان وژل شوي دي.

د خالي په ورځ د اکوا د مرکزي ښار اویو په ريئګنرز بائبل چرچ کې یوه دستوره روانه وه چې پکې په سلګونو کسان موجود ؤ او چت پرې راغورځېدلی دی.

چرچ کې په موجودو کسانو کې د ریاست ګورنر اودوم امینئیول هم شامل ؤ ولې هغه روغ پاتې شوی دی. راپورونه وايي چرچ لا په مکمل ډول جوړ شوی نه ؤ او د دغه دستورې دپاره په تادۍ تیار کړی شوی ؤ.

د خالي په ورځ د ملبې نه ۶۰ مړي راویستل شوي او د نورو راویستو اندېښنه څرګند کړی شوې وه.

د ګورنر ویاند ویلي د پېښې به پوره پلټنې کولی شي. نایجیریا کې د ودانو راغورځېدو پېښې زیاتره رامنځته کيږي او علت د ودانو په جوړولو کې بې پرواهي کول وي.

په کال ۲۰۱۴م کې د ملک په تجارتي مرکز لاګوس کې د یو چرچ د وداني پرېوتو په پایله کې ۱۱۶ کسان وژل شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG