لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت په دوستم دلګيدلو تورونو دپلټنو اعلان کړى


 دولسمشر اشرف غني ددفتر څخه دجاري شوي دغه اعلان څخه دمخه کابل کې دملګرو ملتونو، امريکا او اروپايي اتحاديې چارواکو دمشکوک زياتي غندنه کړې وه او ددې دسمدستي پلټنو غوښتنه يې کړې وه.
دولسمشر اشرف غني ددفتر څخه دجاري شوي دغه اعلان څخه دمخه کابل کې دملګرو ملتونو، امريکا او اروپايي اتحاديې چارواکو دمشکوک زياتي غندنه کړې وه او ددې دسمدستي پلټنو غوښتنه يې کړې وه.

دافغانستان حکومت اعلان کړى چې په يو پخواني والي د ولسمشر دلمړي مرستيال عبدالرشيد دوستم دامنيتي ساتونکو لخوا دشوي تشدد او جنسي تيري دتورونو پلټنې به کولى شي.

دولسمشر اشرف غني ددفتر څخه دجاري شوي دغه اعلان څخه دمخه کابل کې دملګرو ملتونو، امريکا او اروپايي اتحاديې چارواکو دمشکوک زياتي غندنه کړې وه او ددې دسمدستي پلټنو غوښتنه يې کړې وه.

دشمالي جوزجان ولايت پخواني والي احمداشچي يو سيمه ييز تيليويزيون ته ځان سره درامينځته شوي مشکوک زياتي تفصيل ورکړى و.

هغه ددوستم سياسي ايتلافي و خو وروستو دهغه مخالف جوړ شوى و.

٦٣ کلن اشچي وايي هغه دوه اوونۍ دمخه جنرال دوستم له وهلو ډبلو او په مرګ دګواښلو وروستو هغه پخپل شخصي زندان کې اچولى او تر پينځوو ورځو پرته له جامو ساتل شوى و، هغه ويلي دي دجنسي تيري ښکار شويدى، دهغه په قول وروستو سيمه ييز استخباراتي ادارې ته سپارل شوى چرته چې هغه نور تر يوولسو ورځو بند کې ساتل شوى و او بيا دولايتي مشرانو دمذاکراتو په نتيجه کې راخوشې شوى و.

ددوستم دترجمانۍ کوونکو خلکو وينا ده چې دغه تورونه بې اساسه دي او ويلي يې دي دا ددوستم درناوي ته دزيان رسولو سازش دى، دهغوي وينا ده چې اشچي امنيتي ځواکونو حکومت مخالفه ځواکونو سره دتعلق په شک نيولى و نه چې غيرمال کړى يې و.

کابل کې دملګرو ملتونو دفتر ددوستم په ضد په تورونو دانديښنې څرګندونه کړې او دمناسبې کارروايۍ او احتساب په ضرورت يې زور راوړى دى.

دامريکايي سفارتخانې لخوا جاري شوي بيان کې هم ويل شوي دي چې دولسمشر دمرستيال له لوري داشچي په غيرقانوني بند کې دساتلو او ناروا سلوک (تورونو)سخت تحفظات پيدا کړي، بيان کې دافغان حکومت لخوا ددغو تورونو دسمدستي پلټنو دګام هرکلى شويدى.

کابل کې داروپايي اتحاديې مشن هم ددغسې تحفظاتوڅرګندونه کړې ده.

ازبک نسله دوستم پخوانى قبايلي سردار دى او په هغه وړاندې هم دبشري حقونو دسرغړونو او په طالب جنګيالو دظلمونو تورونه لګيدلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG