لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار کې داعش ٢٠٠ؤ څخه زيات کورونه تباه کړي


 ددولتي حقيقت معلونکي مشن ترمخه په دغه موده کې دڅلورو زرو څخه زياتې کورنۍ په کډو کولو مجبوره شويدي.
ددولتي حقيقت معلونکي مشن ترمخه په دغه موده کې دڅلورو زرو څخه زياتې کورنۍ په کډو کولو مجبوره شويدي.

افغان پلټونکو ويلي دي دننګرهار ولايت دپچيروګام ولسوالۍ د٤٥ ورځنۍ محاصرې په مهال داعش د٢٠٠ؤ څخه زيات کورونه تباه کړي او پکې يې زياتره سوځولي دي.

ددولتي حقيقت معلونکي مشن ترمخه په دغه موده کې دڅلورو زرو څخه زياتې کورنۍ په کډو کولو مجبوره شويدي.

دننګرهار ولايت يو وياند عطاء الله خوګياڼي امريکا غږ ته ويلي دپلټونکو ترمخه ددولت اسلاميه تندلارو دسيمې دصحي مرکزونو څخه دوايانې غلا کړي.

خوګياڼي ويلي ددغه قبضې په مهال ددولت اسلاميه وسله والو کسانو ٢٣٠ کورونه رانړولي، دوه جوماتونه، دلسو بسترو يو صحي مرکز او درې سکولونه يې تباه کړي، په ٢٠٠ ايکړه رقبه مشتمل فصل ته يې زيان رسولى او پينځه زره څاروي يې وژلي دي.

ددغه سيمې داوسيدونکو وينا ده تندلارو دجامو په ګډون دهغوي دکورونو سامان هم لوټلى دى.

يو ځايې اوسيدونکي جان محمد ويلي هيڅ نه دي پاتې شوي، تندلارو دهغوي دکور کټ، دهغوي داخلي پخلي لوخي او څاروي وړي، دهغه وينا ده تندلارو سيمه کې دوکانونه او سټورونه هم لوټلي.

ددولت اسلاميه جنګيالو خواوا دوه اوونۍ دمخه په پچيروګام قبضه کړې وه او اويا کسان يې يرغمال کړي وؤ، دهغه وينا ده اوس هم درې شپيته کسان دهغوي بند کې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG