ترکي ویلي د خالي په ورځ شام کې د حلب ښار نه په ۲۰ کلومیټره فاصله باندې د الباب په علاقه کې یې هوايي بریدونو کې د داعش ډلې ۶۸ وسله وال وژلي دي.
د ترکي هوايي جنګي الوتکې د تُندلارو انتهاپسندو په ضد جګړه کې د یاغیانو مرستې کوي.
د ترکي د پوځ یو ویاند ویلي چې ټوله شپه په هوايي بریدونو کې د داعش ۱۴۱ اهداف ویجاړ کړی شوي چې پکې د دوي پوځي مرکز هم شامل دی.
د ترکي حکومت د (فري سیرين ارمي) نوموې ډلې مرستې کوي. دغه ډله د بشارالاسد حکومت نسکورول غواړي.
د ترکي پوځ څلور نزدې میاشتې وړاندې د شام سره په لګېدلې خپله پوله باندې د داعش او کُرد وسله والو په شا تمبولو په موخه دغه عملیات پېل کړي وو.
د الباب په علاقه کې جګړه تېزه شوې او د ترکي پوځ ادعا کړې چې د شورو په ورځ يې خپلو فضايي بریدونو کې نزدې ۱۴۰ تُندلاري وژلي وو.
ترکي د داعش په ضد عملیات وروستو له هغې پېل کړي چې د اګست په میاشت کې يې داعش په پلازمینه کې ځانمرګي بریدونه کړي وو او په دغو بریدونو کې د ۵۰ نه زیات کسان وژل شوي وو.
د زیارت په ورځ د ترکي د دفاع وزیر پارلیمان ته ویلي ؤ چې پوځ يې د الباب سره نزدې خواوشا دوه زره کلومیټره علاقه يې د داعش نه پاکه کړې ده او د ۱۰۰۰ نه زیات جنګیالي ورله وژلي دي.