لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فلورېډا په هوايي اډه د ډزو پېښه کې پینځه کسان وژل شوي


ځايي پولیسو ویلي دا لا نه ده مالومه شوې چې د بریدګر د ډزو هدف څه ؤ او دا ترهګري ده که نه ده.
ځايي پولیسو ویلي دا لا نه ده مالومه شوې چې د بریدګر د ډزو هدف څه ؤ او دا ترهګري ده که نه ده.

د امریکې د فلورېډا ریاست ګورنر په فورټ لاډر ډیل هوايي اډه باندې د ډزو په پېښه کې د پينځه کسانو د وژنې او اته ؤ نورو ژوبلېدو پخلی کړی دی.

په هوايي اډه ډزې کوونکي یواځيني مشکوک تن په اړه ویل شوي هغه د نیشنل ګارډ (ملي ساتنې) غړی پاتې شوی او تېر کال د ذهني ناروغۍ له کبله په روغتون کې هم داخل شوی ؤ.

د جمعې په ورځ د فلورېډا په هوايي اډه د ډزو د پېښې رامنځته کېدو وروستو ګورنر رِک اسکاټ خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې هغه منتخب صدر ډونلډټرمپ او مرستیال صدر مائیک پینس په حالاتو خبر کړي دي.

ګورنر ویلي په هوايي اډه د ډزو وروستو هغه او د هغه انتظاميه د ریاست د ټولو هوايي اډو د چارواکو سره په تماس کې دي، چې د امنیت په لړ کې يې هره ممکنه مرسته وکړی شي.

د بروډ کاؤني چرته چې هوايي اډه موقعیت لري دپولیس مشر يې ویلي ډزې کوونکی تن یواځې ؤ او هغه نیول شوی دی.

د پولیس ترمخه بریدګر د الاسکا د اېنکریج ښار نه د منیاپولس د لارې په الوتکه کې د فورټ لاډرډیل هوايي اډې ته راغلی او هلته يې د خپل سامان وسله راویستې او په موجودو خلکو یې ډزې کړي دي.

ځايي پولیسو ویلي دا لا نه ده مالومه شوې چې د بریدګر د ډزو هدف څه ؤ او دا ترهګري ده که نه ده.

د ډزو وروستو هوايي اډه د پروازونو دپاره بنده کړی شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG