لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راحیل شریف د اسلامي ملکونو د پوځي اتحاد مشر شوی


راپورونه وايي جنرال (ر) راحیل شریف په ۲۷ دسمبر په خصوصي بلنه سعودي عرب ته تلی ؤ
راپورونه وايي جنرال (ر) راحیل شریف په ۲۷ دسمبر په خصوصي بلنه سعودي عرب ته تلی ؤ

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د جمعې په ماښام یو ځایي ټيلي ويژن چېنل سره په خبرو کې پخلی کړی چې د پاکستان د پوځ ريټائرډ شوی سرلښکر جنرال راحیل شریف د سعودي عرب په مشرۍ د ۳۹ اسلامي ملکونو د پوځي اتحاد مشر جوړ کړی شوی دی.

خواجه اصف د (جیو نیوز) په یو پروګرام کې ویلي د راحیل شریف د اسلامي ملکونو د پوځي اتحاد د مشرۍ په اړه څو ورځې وړاندې یو تړون شوی او زیاته کړې يې ده په دغه پرېکړه کې به د حکومت خوښه شامل وه هغه په یواځې سره دغسې نشي کولی.

خواجه اصف چې په دغه اړه د ډېرو مالوماتو نه لرلو ویلي، زیاته کړې يې ده چې کوم ریټايرډ پوځي جرنېل یا بل افسر د ریټايرډ کېدو نه وروستو دغه رنګ چوکۍ سمبالوي مرکزي حکومت او د پوځ جنرال هېډ کوارټر مرکزي دفتر د هغې اجازه ورکوي.

راپورونه وايي جنرال (ر) راحیل شریف په ۲۷ دسمبر په خصوصي بلنه سعودي عرب ته تلی ؤ، ولې د هغه د دې سفر په اړه هم کوم بیان مخې ته نه دی راغلی.

د راحیل شریف د سعودي عرب په مشرۍ د اسلامي ملکونو د پوځي اتحاد د مشر کېدو په اړوند د پاکستان د پوځ هم په رسمي ډول کوم بیان نه دی ورکړی شوی.

سعودي عرب د ترهګرۍ پرضد جګړې دپاره د کال ۲۰۱۵م د دسمبر په میاشت کې د ۳۰ اسلامي ملکونو د یو پوځي اتحاد جوړولو اعلان کړی ؤ، په دغه اتحاد کې پاکستان هم شامل ؤ.

په وړومبیو کې په دې پوځي اتحاد کې ۳۴ اسلامي ملکونه شامل ؤ او وروستو دغه شمېره ۳۹ ملکونو ته رسېدلې ده، ولې په دغه اتحاد کې ایران او شام شامل نه دي.

د ترهګرۍ په ضد د اسلامي ملکونو د پوځ مرکزي دفتر به د سعودي عرب پلازمینه ریاض کې وي ولې د دغه اتحاد د اهدافو او پالیسۍ په اړوند هم تراوسه کوم بشپړ تفصیل مخې ته نه دی راغلی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG