لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

براک اوباما له رخصتۍ مخکې په افغان چارواکو دامنيت دټينګښت غږ کړى


 دسپينې ماڼۍ څخه دجاري شوي يو بيان ترمخه براک اوباما افغان ولسمشر اشرف غني سره تيليفوني تماس نيولى چې پکې دافغانستان چيف ايګزيکټيو عبدالله عبدالله هم شريک شوى، براک اوباما په افغان ولسمشر ټينګار کړى چې د اقتدار دشراکت انتظام دې دوامداره وساتي.
دسپينې ماڼۍ څخه دجاري شوي يو بيان ترمخه براک اوباما افغان ولسمشر اشرف غني سره تيليفوني تماس نيولى چې پکې دافغانستان چيف ايګزيکټيو عبدالله عبدالله هم شريک شوى، براک اوباما په افغان ولسمشر ټينګار کړى چې د اقتدار دشراکت انتظام دې دوامداره وساتي.

دامريکارخصتيدونکي ولسمشر براک اوباما په افغان مشرانو ټينګار کړى چې افغانستان کې دې دامنيت اؤ ثبات دټينګښت لپاره خپلې هلې ځلې دوامداره وساتي.

دسپينې ماڼۍ څخه دجاري شوي يو بيان ترمخه براک اوباما افغان ولسمشر اشرف غني سره تيليفوني تماس نيولى چې پکې دافغانستان چيف ايګزيکټيو عبدالله عبدالله هم شريک شوى، براک اوباما په افغان ولسمشر ټينګار کړى چې د اقتدار دشراکت انتظام دې دوامداره وساتي.

امريکايي ولسمشر دبډو رشوتونو دراکمولو او قانون دواکمنۍ لپاره دافغانستان دملي يو والي دحکومت دهڅو او دافغانستان او امريکا ترمينځ دمضبوطې شراکت دارۍ ستاينه کړې ده.

له دې وړاندې امريکايي ولسمشر براک اوباما په ډاګه کړې افغانستان دترهه ګرو دخوندي ځالو دجوړيدو مخه نيول دامريکا په ګټه دي.

په داسې حال کې چې دا مهال افغان ځواکونه دطالبانو او تندروه ډلې داعش په ضد په جګړه بوخت دي، دامريکا دوتلې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ ديو لوړپوړي دفاعي چارواکي له خلې ويلي" دمرګ ژوبلې کچه دهاغه څخه ډير زياته ده چې مونږ په نظر کې نيولې وه "،طالب جنګيالي دامريکا دملاتړي حکومت څخه علاقه اخلي، خو هغوي دکومو لويو ښارونو يا کليو دقبضه کولو او نيولو جوګه نه دي.

دامريکا دسولې اداره مرستيال صدر او دافغانستان دچارو پوهه انډريو ويلډر ويلي " په ډاګيزه توګه وضعيت خرابيږي، خو تر هاغه حده نه چې ته پکې طالبان دګټې په حالت کې ووينې او يا افغان حکومت په ډاګيزه توګه ناکاميږي"

افغان جګړه چې دامريکا ترټولو اوږده او ګرانه جګړه ګڼلى شي او پکې په ګڼ شمير کې امريکايي پوځيان دجګړې په ساحه کې موجود دي، په دغه جګړه امريکايي صدارتي ټولټاکنو کې ډير کم بحث شوى او په ډيرو کمو موقعو منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ دافغانستان په اړه خبرې کړي.

ټرمپ ويلي دتندروه ډلو په ضد جګړه دهغه دخارجه تګلارې برخه ده.

دولسمشر منتخب کيدو څخه وروستو ټرمپ افغان ولسمشر اشرف غني سره افغانستان کې دامريکايي پوځ دترهه ګرۍ دمخنيوي په عملياتواو پاکستان کې دطالبانو په خوندي ځالوخبرې کړې.

تيره ورځ په واشنګټن کې د افغانستان سفير ښاغلی حمدالله محب ويلي وو د نړۍ ٩٨ ترهګرو ډلو څخه يې ٢٠ ډلې د افغانستان او پاکستان په ګډه سيمه کې فعاليت کوي ، دغو ډلو ته د ماتې ورکولو لپاره د امريکا او افغانستان ګډه همکاري تر بل هر وخته اوس ډېره ضروري ده.

براک اوباما دې خبره کې خوښي لرلې چې هغه دخپلې صدارت دمودې پوره کولو څخه دمخه افغانستان کې دامريکايي پوځيانو شميره زرو ته راکمه او باالاخره جګړه کې امريکايي کردار ته دپاې ټکى کيږدي.

خو افغانستان کې دطالبانو پرمختګونو او دافغان ځواکونو غيرهوارې کارکردګۍ هغه ددغه پلان په بدلولو مجبور کړى، په افغانستان کې اته زره او څلور سوه پاتې امريکايي پوځيان دالقاعده او داعش پشان دنړيوالو ترهه ګريزو ډلو په ضد جګړې ته پام ګرځوي او دافغان پوځ او پوليسو په تربيه کولو کې مرسته کوي.

دواشنګټن پوسټ راپور کې ويل شوي ټرمپ ته به په دې اړه پريکړه کول وي چې ايا هغه دپاکستان په اړه بيل سوچ خپلوي که نه، راپور وايي په ٢٠١٢م کې هغه په پاکستاني مشرانو نيوکه کړې وه او ددې تورونو حواله يې ورکړې وه چې دپاکستاني پوځ دالقاعده پخواني مشر اسامه بن لادن ته خوندي ځاله ورکړې وه.

ټرمپ هاغه وخت کې پخپل بيان کې دا هم ويلي وو چې پاکستان دهغوي ملګرى نه دى، هغه ويلي وو " مونږ هغوي ته په بلينونو ډالرې ورکړي او ددې په بدل کې مو څه ترلاسه کړي؟بې وفايي او سپکاوى او ددې نه هم بد"

راپور کې ويل شوي ټرمپ ته به پريکړه کول وي چې ايا دا به معقولانه ګام وي چې په اسلام اباد ددې خبرې لپاره نور فشار راوړل شي چې هغه طالبان دسولې خبرو ته مجبور کړي، تير کال اوباما دهاغه ډرون بريد امر کړى و چې پکې دپاکستان په بلوچستان ايالت کې دافغان طالبانو مشر ملا اختر منصور وژل شوى و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG