دخالي په ورځ مطبوعاتو د اسلام اباد د پولیسو له قوله ویلی دپاکستان پلازمینې اسلام اباد څخه د روانې میاشتې په دوران کې بې درکه شوی د بشري حقونو فعاله کارمند اؤ بلاګرسلمان حیدرخپل کور ته رسیدلی دی.
مقامي پولیسو اؤ د سلمان حیدر ورور ذیشان حیدر هم د نوموړي خپل کور ته د رسیدو پخلی کړی دی.
پولیسو اؤ د سلمان حیدر ورور ذیشان حیدر دا نه ده په ډاګه کړې چې نوموړی چا اؤ ولې بې درکه کړی ؤ؟
خو پاکستان کې د بشري حقونو فعالینو اؤ د مدني ټولنو غړو د سلمان حیدر د ورکیدو په ضد د خپلو احتجاجو په مهال د هغه د بې درکۍ تور د پاکستان په استخباراتي شبکو لګولی ؤ.
سلمان حیدر په هاغو پینځوؤ کسانو کې شامل ؤ کوم چې د روانې میاشتې په پیل کې د پآکستان د بیلابیلو ښارونو څخه بې درکه شوي وؤ
په دغو بې درکه شوؤ کسانو کې بلاګر وقاص ګورایه، عاصم سید،احمد رضا نصیر اؤثمر عباس چې په کراچۍ کې د تندروۍ په ضد د یوې ډلې غړې دی شامل دي.
دغه څلور واره کسان لا تردې مهاله بې درکه دي.
د فاطمه جناح پوهنتون پروفیسر اؤ د بشري حقونو فعاله غړی د اسلام اباد څخه بې درکه شوی ؤ اؤ د هغه د بې درکۍ په ضد دبشري حقونو ټولنو د احتجاجونو لړۍ پیل کړې وه.
مطبوعات د سیمه ایزو پولیسو له خولې لیکي چې د سلمان حیدر بیان به هم اخلي چې دا شان د هغه د بې درکۍ علتونه راڅرګند کړي.
د بشري حقونو یو فعاله مبارز ښاغلي جبران ناصر وائس اف امریکه سره د ښاغلي سلمان حیدر کور ته په حفاظت د رسیدو هرکلی کړی خو وایي اوس پام د هغه حفاظت ته راګرځول پکار دي.
د جبران ناصر وینا ده چې په نوموړي څومره سنګین تورونه لګول شوي وؤ د هغې وروستو اوس د هغه حفاظت ته نوره جدي اړتیا لیدل کیږي.
پآکستان کې اکثره په ریاستي تګلارو نیوکې کوونکي د ریاست غداران بلل کیږي اؤ د مدني ټولنو هاغه فعالین څوک چې داقلیتونواؤ ښځو دسیاسي، معاشي اؤ ټولنیزو حقونو خبره کوي اکثره لا په مرموزه توګه بې درکه کولی شي.
ددغو بې درکیو تور زیاتره وخت د بشري حقونو فعالین د هیواد په استخباراتي شبکو لګوي خو چارواکي مدام دغسې تورونه رد کوي
اسلام اباد:د بشري حقونو بې درکه کارمند سلمان حیدر کور ته رسیدلی

ارشد حسین —
1