د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې مخالفه سياسي ګوندونو د وفاقي کابينې اجلاس کې د ايجنډې نه د فاټا اصلاحاتو معامله ويستلو پرضد د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ د غونډې نه بائيکاټ کړی دی چې پکې د قبايلي سيمو سره تعلق لرونکي د پارليمان غړي هم شامل وو.
د وفاقي کابينې په غونډه کې نن قوي امکان وو چې د فاټا اصلاحات منظور شي خو تېر ماښام داسې خبرونه خپاره شوي وو چې د اجلاس ايجنډه کې اصلاحات نه دې شامل کړې شوي.
د قامې اسمبلۍ غړي او د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاو ډيوه ريډيو ته ويلي ډېره د افسوس خبره ده چې د فاټا اصلاحات ځنډېږي.
"ځيني قوتونه د فاټا اصلاحات نه غواړي او دې نه دا معلومېږي چې وړاندې نواز شريف د اصلاحاتو مرستيال وو خو اوس داسې نه ښکاري" .
د خېبر ايجنسۍ نه د پارليمان غړی شاه جي ګل افريدی وايي دوي نه دي خبر چې حکومت ولې داسې وکړل خو د داسې کولو سره قبايلو ته د مايوسۍ او دښمنۍ پېغام لاړو.
دا په داسې حال کې شوي چې تېره ورځ په اسلام اباد کې د حقوق قبايل په نوم د قبايلي سيمو د پارليماني استازو او نورو يو شمېر ګوندونو سره سره د زدۀ کوونکو او وکيلانو د ټولنو يوه يوه غونډه شوې وه چې پکې د اييني او انتظامي اصلاحاتو غوښتنې شوې وې.
د پاکستان حکومتي چارواکي وايي چې اصلاحات به د ټولو سياسي ګوندونو په اعتماد کې د اخستو وروستو کولی شي.
تر اوسه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جميعت علما اسلام (ف) لخوا د قبايلي سيمو په خېبرپښتونخوا کې د ګډون مخالفت سره سره په هغه کمېټۍ نيوکې کوي چې فاټا اصلاحات و سپارښتنې يې جوړې کړې دي.
د دوي دريز دی چې فاټا کې هر قسمه بدلون دې يواځې د هغه ځای د اولس په خوښه وکړی شي.
پارلیمان کې د کابېنې ایجنډې نه د فاټا اصلاحاتو په ویستو د مخالفه ګوندونو غبرګون
![د وفاقي کابينې په غونډه](https://gdb.voanews.com/f7327249-1d90-4b80-ad5a-f59b067834f0_w250_r1_s.jpg)
1