د خېبرپښتونخوا وزیراعلی پروېز خټک وايي پاکستان ـ چین اقتصادي راهدارۍ کې د صوبې ښه راتلونکې ویني، نوموړی وايي د روان کال مئي په میاشت کې به د پېښور ماس ټرانزټ پروژه پېل شي.
وزیراعلی پروېزخټک ډیوه ریډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، د پېښور ماس ټرانزټ پروژې دپاره یې د ایشین بېنک نه یې ۴۰ اربه روپۍ قرض کړي، په هغې کار پېل شوی د مئي په میاشت کې به پرې عملي کار پېل شي او د راتلونکي کال مارچ د میاشتې نه مخکې به دا مکمل شي.
نوموړی وايي د پېښور، مردان، چارسده، نوښار او صوابۍ ترمنځ هم د رېلوی نظام جوړولی شي.
پروېزخټک وايي که قبایلي سیمې په خېبرپښتونخوا صوبه کې شامليږي دوي به یې هرکلی وکړي.
د وزیراعلی پروېزخټک سره د ډیوه خبریال ابراهیم شینواري مرکه کړې په لانديني لنک کې يې واورئ...