لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"اردو قومي نا د رابطې ژبه ده"


د مورنۍ ژبې اهميت دې مونږ د نړۍ د پرمخ تللو قامونو نه زده کړو،
د مورنۍ ژبې اهميت دې مونږ د نړۍ د پرمخ تللو قامونو نه زده کړو،

"زمونږ دا موقف دی چې اردو قومي ژبه نه ده د ژبې دپاره خپل ثقافت، خپله خاوره خپله جغرافيه او کلتور پکار وي او هغه دا نه لري ځکه زمونږ دا موقف دی چې اردو قومي نا د رابطې ژبه ده".

د پښتو ژبې نومیالی شاعر، اديب او نقاد سليم راز وايي دا خبره يې د ګل په ورځ اسلام اباد کې سینیټرانو سره په ليدو کې کړې ده.

ډیوه ریډیو سره په خبرو کې نوموړي وويل مورنو ژبو ته د ودې ورکولو په لړ کې په سينېټ کې دوه بلونه وړاندې کېدو ته تیار شوي چې پکې ويل شوي،

"مورنو ژبو ته دې خپل حقونه ورکړی شي او د ائين ۲۵۱م ماده کې دې بدلون وشي او پاکستان کې چې کومې موجود صوبې دي او په هغې کې کومې ژبې وئيل کيږي هغو ته دې د قومي ژبو حيثيت ورکړی شي".

پېښور کې د اسلاميه کالج پوهنتون د پښتو څانګې مشر پروفېسر اباسين یوسفزی وايي په سرکاري کچ باندې پکار ده چې په تعليمي ادارو کې مورنۍ ژبه د لازمي مضمون په توګه بچي ته وښودل شي اود هغه ټول نظام تعليم دې په خپله ژبه کې وي، او د ضرورت ترمخه دې نورې ژبې هم زده کړی شي.

ډيوه ريډیو سره په خبرو کې نوموړي وويل، د مورنۍ ژبې اهميت دې مونږ د نړۍ د پرمخ تللو قامونو نه زده کړو،

"زمونږ د خلکو د ذهن دا تاثر ختمول غواړي چې علم د نورو ژبو په زده کولو زده کیږي، نو زه دا ګڼمه چې د امریکا،يورپ، چين او جاپان نه دې سبق واخستی شي چې د هغو بچي ځکه ترقي کوي چې تعليم په خپله ژبه کې کوي او زما بچی تشې ژبې یادوي".

ښاغلی یوسفزی وايي دا د رياست زمه واري ده چې بچو ته په مورنۍ ژبوکې سهولت ورکړي او که داسې نه کوي نو د دې مطلب دا دی چې دی بيا د خپل اولس سره اخلاص نه لري د هغه ايجنډا څه بل څه ده.

نن په خېبرپښتونخوا، کوټه ، کراچۍ او اسلام اباد کې پښتنو ليکوالانوشاعرانو او سیاسي ګوندونو د مورنۍ ژبې پښتو په حواله غونډې راجوړې کړي ولې په سرکاري توګه یو ځای هم دغه ډول دستوره نه ده شوې.

د ملګرو ملتونو د تعليم، سائنس او کلتور نړيوالې ادارې يونيسکو تېرکال د مورنو ژبو د ورځې په مناسبت خپور کړي راپور کې ويلي ؤ چې پاکستان کې د ګڼو ژبو په ټولنه کې ماشومان په سکولونو کې په اردو ژبه کې زده کړو باندې مجبور دي ، دا په لږکيو او نور ژبو ويونکو کې په پراخه کچه د سماجي او کلتوري بې تولې سبب ګرځېدلی دی .

په۱۹۵۲م میلادي کال کې چې کله بنګلدیش د شرقي پاکستان په نامه مشهور وو په ډهاکه ښار کې د ډهاکه پوهنتون محصلینو د دې لپاره لاریون وکړو چې ګواکې بنګالي د اردو تر څنګه د پاکستان رسمي ژبه وي. خو د دې لاریونونو په ترڅ کې پر هغوی د پولیسو لخوا ډزې وشوې، او څو تنه پکې ووژل شول . د بنګلدیش تر خپلواکۍ وروسته د دغه هیواد په غوښتنه یونسکو د ۱۹۹۹ کال د نومبر ۲۱ د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په نوم یاده کړه او د ملګرو ملتونو سازمان هم په ۲۰۰۸ کال کې مورنۍ ژبه ډيره مهمه وبلله او دا ورځ یې ورته ځانګړې کړه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG