لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مهمندایجنسي: نښته کې پينځه عسکر، لس ترهګر وژل شوي


مهمند ايجنسۍ کې دغه پېښه په داسې مهال رامنځته شوې چې پاکستان د تېرې مياشتې فرورۍ د ۱۷م نېټې راهسې افغانستان سره ټولې لارې تړلي دي.
مهمند ايجنسۍ کې دغه پېښه په داسې مهال رامنځته شوې چې پاکستان د تېرې مياشتې فرورۍ د ۱۷م نېټې راهسې افغانستان سره ټولې لارې تړلي دي.

د پاکستان د پوځ ویلي د اتوار په شپه مهمند ايجنسۍ کې د پولې پورې غاړې (افغانستان) د لوري د وسله والو په بريد کې پينځه پوځي سرتيري او لس ترهګر وژل شوي دي.

د پوځ د مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار لخوا نن د ګل په ورځ جاري شوي بيان کې ويل شوي، تېره شپه مهمندايجنسۍ کې د پاکستان او افغانستان په پوله د پاکستاني ځواکونو په درې پوستو ترهګرو بريدونه کړي دي.

د پوځي بيان ترمخه نخښه کې پينځه سرتيري او لس ترهګر وژل شوي دي، او د پوځ په سمدستي موثره ځواب کې ترهګر په شا تمبول شوي دي.

د ائي اېس پي ار ترمخه په وژل شوو سرتېرو کې نائيک ثناالله، نائيک صفدر، سپاهي الطاف، سپاهي نيک محمد او سپاهي انور شامل دي.

د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه د عسکرو ستاينه کړې چې د مهمندو ايجنسۍ په پوله يې ترهګرو ته موثره ځواب ويلی دی.

نوموړي ويلي ترهګرګډ دښمن دي او د افغانستان سره په پوله د ترهګرو په ازاده توګه تګ راتګ څارنې او هڅو ته اړتيا لري.

د بريد زمه واري لا چا نه ده قبوله کړې.

مهمند ايجنسۍ کې دغه پېښه په داسې مهال رامنځته شوې چې پاکستان د تېرې مياشتې فرورۍ د ۱۷م نېټې راهسې افغانستان سره ټولې لارې تړلي دي.

د سندهـ صوبې په سېهون کې د لعل شهباز قلندر په مزار د ځانمرګي بريد وروستو پاکستان د افغانستان سره ټولې لارې تړلي او ويلي يې ؤ د ترهګرو د تګ راتګ د مخې نيولو په موخه يې لارې بندې کړي دي.

افغانستان سره د تورخم او چمن د لارو ترڅنګ ټولې لارې چې تر اوسه پورې تړلي پرتې دي، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي هم تاؤژنې شوي دي.

پاکستاني چارواکي وايي په پوله د پرتو علاقو د ترهګرو د خاتمې او امنيت په ځای کېدو پورې به لارې تړلې پرتې وي.

پاکستان کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال ويلي د پاکستاني چارواکو نه يې غوښتي چې په پوله د لارو بندېدو له امله نزدې ۲۵ زره هغه افغانان چې په ويزو پاکستان ته راغلي، ګېر شوي دي او سوداګري هم په ټپه ودرېدلې ده.

نوموړي د پاکستان نه غوښتي چې په دوه ورځو کې په پوله تړلې لارې خلاصي کړي، ګنې په بل صورت کې به د خپل حکومت نه د خپلو خلکو هېواد ته ستنولو دپاره ځانګړي پروازونه وغواړي او دا به د پاکستان ښه تصوير ونه ښايي.

پاکستان تور لګوي د پولې د پورې غاړې افغانستان نه وسله وال راوړي او ترهګري کوي، کابل دغه تورونه ردوي او وايي د پاکستان د لورې ترهګر راوړي په افغانستان کې بريدونه کوي، او اسلام اباد دغه تورونه بې اساسه بولي.

د لعل شهباز قلندر په مزار د بريد وروستو دواړو هېوادونو د يو بل سره د ترهګرو فهرستونه هم شریک کړي دي.

دوه ورځې وړاندې هم پوځي بيان کې ويل شوي چې د خېبرپښتونخوا بنو سيمې سره جوختې پرتې نيمې قبايلي علاقې ايف ار جاني خېلو کې د پوځي عملياتو په مهال وسله والو سره نښته کې څلور ترهګر او دوه سرتيري وژل شوي دي.

د پوځ وياند مېجرجنرل اصف غفور ويلي ؤ په ملک کې د پېل کړی شوو رد الفساد نومې عملياتو په ترڅ کې امنيتي ځواکونو د اېف ار بنو جاني خېل په ملاګانو علاقه کې عمليات کړي او په دغه مهال د امنيتي ځواکونو سره د وسله والو نښته شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG