لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ما وزیرستان په څه حال ولیدو ؟


ړنګ کورونه، تباه شوي هوټلونه ، مارکیټونه ،جوماتونه،حجرې اؤ د تیلو پمپونه مې د پښتون وطن په تباهۍ زړه کې څړیکې راپورته کوي.
ړنګ کورونه، تباه شوي هوټلونه ، مارکیټونه ،جوماتونه،حجرې اؤ د تیلو پمپونه مې د پښتون وطن په تباهۍ زړه کې څړیکې راپورته کوي.

دا د شپې اته نیمې بجې وې چې دخبریالانو ګاډی د پیښور نه د۱۴۵ کلو میټره په فاصله دپرتې شمالي سیمې بنو یو سینګار کړی شوي هوټل ته ورننویستی شو.
د شمالي وزیرستان تحصلدار حبیب الرحمان د خبریالانو هرکلی وکړو اؤ بیا د هوټل په یو لویې تالار کې د ډولونو غږونه راپورته شول .
زه وینم چې ددغه ډول مخې ته ځلمي ، د پاخه عمر خلک ، په توره ملیشه وردۍ کې ملبوس د لیویز فورس عسکر اؤ افسران اؤ پخپله تحصیلدار یو شان وزیرستانی اتڼ کوي.
دغه اتڼ ددې دپاره دی چې وزیرستان کې امن ټینګ شوی ، ګډوال ستانه شوي دي اؤ سبا په درویشتم مارچ د پاکستان ورځ په میرانشاه کې نمانځل کیږي.


څومره چې د ډول غږ تیزیږي دومره نو ددغه ډول مخې ته د اتڼ کوونکو خلکو په مخ څڼې ماتیزي راماتیږي اؤ په هوا کې شوریږي.
د اتڼ په مهال دغه ځلمي خپلو پښو ته په یو ځانګړي انداز کې پېر ورکوي اؤ خوښي ده چې د خلکو د مخونو نه راڅڅیږي.
زه که هرڅو دغه خوندور اټن کلک نیولی یم اؤ کار ته مې نه پریږدي خو د دننه نه راباندې غږ کیږي، ته خبریال یې ، تماشبین نه ، پورته شه خوند مه اخله کار وکړه !
د ټي وي د کیمرې مخې ته ودریږم ، تحصلیدار حبیب الرحمان نه پوښتنه کووم ، وزیرستان کې امن پځایې شو ، د اتڼ اؤ سندرو دا پروګرام د میرانشاه پځایې بنو کې ولې ؟
هغه ځواب راکوي ، هلته زمونږ ځینې مجبوریتونه شته چې دا قسمه پروګرامونه نه شو کولی اؤ ددغه ځواب سره سم وزیرستان کې د امن د ټینګښت د دعوؤ په اړه زما ذهن ټکنی کیږي.


د شپې تر یوې بجې اتڼ اؤ سندرې وشوې اؤ په سبا یعنې درویشتم مارچ سحر اته نیمې بجې زمونږ ګاډی د پوځي ګاډو په بدرګه کې د بنو نه د شمالي وزیرستان په لوري کوچ کوي،
بنو نه د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه په ۶۱ کلو میټره فاصله پروت دی خو سړک ورته ډیر ښکلی جوړ کړی شوی دی اؤ ګاډي پکې په امنیتي پوستو د ودریدو پرته نور د هیڅ قسمه خنډ وخار سره نه مخ کیږي.
د څه شیبې سفر کولو وروستو په لاره کې د بکاخیلو کیمپ په نظر راځي ، په زرګونو خیمې لګیدلي، د خیمو مخې ته د سړک دپاسه د عارضي دوکانونو یو لویې بازار د خلکو په رش اوچ ډک دی .
ماته لمړۍ پوښتنه دا راپیدا کیږي چې “دوي خو دعوه کوي چې کډوال ستانه شوي ، یبا د بکاخیلو دا ډاګه تر اوسه ولې د کډوالو د خیمو نه ډکه ده ؟”
خبریالان په ګاډي کې دوزیرستان په تیر اؤ اوسني حالت خبرې کوي ، ما د سړک صفتونه شروع کړل ، یو خبریال ملګري راغبرګه کړه دا سړک د یو عربي په پیسو جوړ شوی ، هغه عربي د دوه طرفه یا غبرګ سړک دپاره د یو کلو میټر په سر ۱۱ کروړه روپۍ ورکړي دي خو دوئ نه یوازې دا چې سړک یو طرفه جوړ کړو بلکې څومره سړک چې دی په یو کلو میټر یې یوازې یو کروړ روپۍ لګولي اؤ په هر کلو میټر کې یې لس کروړه جیبونو ته ښکته کړي دي.
اؤ دا اوس د سیدګي چیک پوسټ را اورسیدو، په دې چیک پوسټ په سوونو ګاډي دواړو غاړو ته ولاړ دي ، په زرګونو خلک له ګاډو راښکته کړل شوي اؤ تالاشي ترې اخستل کیږي ،،حتی زمونږ له ګاډي وړاندې ولاړ یو ډاټسن کې چې د مړي تابوت پروت ؤ هغه هم راکوز کړی شو.
هرڅو که مونږ د پوځ میلمانه وؤ اؤ له وړاندې څخه د پوځي مشرانو لخوا زمونږ نومونه اؤ نور معلومات په دغه چیک پوسټ ولاړو پوځیانو ته ورکړی شوي وؤ خو بیا یې هم د تالاشۍ د عمل نه تیر کړو
له پوښتنې کولو وروستو راته وویل شول چې په دغه پوسته هر تن دوه ساعته دتالاشۍ ددې زړه چاودي عمل څخه تیریږي که هغه دې هر څومره بیړني حالت کې ولې نه وي.
اؤ اوس د سیدګي چیک پوسټ نه په لږه فاصله د کهجورۍ چیک پوسټ دی د کوم نه په ور اوختو چې د شمالي وزیرستان حدود شروع کیږي.
د کجهورۍ چیک پوسټ نوم ځکه کجهورۍ ایښودل شوی چې دغلته په هر لوري د کجهورو باغونه په نظر راځي اؤ د مقامي خلکو د وینا له مخې ددغو باغونو کجهورې هم ډیر د اعلي معیار دي.
دا اوس شمالي وزیرستان شروع شو اؤ زما دپاره شمالي وزیرستان ته تګ بیخي یوه نوې تجربه وه
ما وزیرستان کې د ډرون بریدونو، بمي چاودنو، د خلکو د حلالولو، د سکولونو ، بازارونو اؤ کورونو د تباهۍ ډیر خبرونه تر دې مهاله نړۍ ته ورکړي خو پخپله مې د وزیرستان د لیدلو اتفاق نه ؤ شوی.
په دوهمه فرورۍ کا ۲۰۰۸ء کې چې دغلته د امنیتي پوستې ترڅنګ کوم ځان مرګي برید شوی ؤ د هغې د تباهۍ نخښې اوس هم په نظر راځي ،
زه که په دغه سړک دوزیرستان څخه کراچۍ اؤ لاهور ته د روانو لویو بسونو اؤ کوچونو په لیدلو په زړه کې د خوشحالۍ احساس کووم چې ځه د خیره نور نو دلته ژوند پیدا شوی دی خو ددغه لویې سړک دواړو غاړو ته پراته ړنګ کورونه، تباه شوي هوټلونه ، مارکیټونه ،جوماتونه،حجرې اؤ د تیلو پمپونه مې د پښتون وطن په تباهۍ زړه کې څړیکې راپورته کوي.

(نور سبا)

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG