لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ما وزیرستان په څه حال ولیدو ؟


نوي بازار پورې چې زه روان یم نو په هر لوري پریوتې ودانۍ وینم اؤ یا هم په ودانیو کې د ګولو سوري
نوي بازار پورې چې زه روان یم نو په هر لوري پریوتې ودانۍ وینم اؤ یا هم په ودانیو کې د ګولو سوري

نن ما پیئلی ده چې په میرانشاه کې به په ازاده توګه ګرځم ، د میرانشاه سکولونه بازارونه به وینم ، د سیمه ایزو خلکو سره به خبرې اترې کووم اؤ د هغوئ دستونزو نه به ځان خبرووم.
کور دې د یو پښتون پوځي چارواکي ودان وي چې ډیر په خندا یې راته ددغه هرڅه د پاره بازار ته د وتلو آؤ په ازادانه توګه د ګرځیدو اجازه راکړه.
زه خپل یو خبریال ملګري ته ویم ، شابه په منډه مې د میرانشاه ړنګ شوي بازار ته رسوه اؤ هغه هم ناراسته ونکړه سمدست یې ګاډی د میرانشاه د زوړ بازار په طرف ورخوشي کړو.

میرانشاه کې په بلډوز کړل شوؤ دوکانونو نوی مارکیټ جوړیږي
میرانشاه کې په بلډوز کړل شوؤ دوکانونو نوی مارکیټ جوړیږي


اؤ دا اوس زمونږ ګاډی په یوه دشته کې ولاړ دی ، ددې دشتې په مینځ کې یوه کچه لاره تیره شوې ده ، د لارې دواړو غاړو ته په ټریکټرو هواره شوې ملبه په نظر راځي اؤ چرته چرته په یو ځایې راغونډه شوې ملبه وینم .
ماته ملګری وایي دا د میرانشاه بازار دی ، هاغه بازار چې په یو وخت کې پکې خواوشا شپږ زره دوکانونه ودان وؤ. د سحر نه تر ماښامه به دلته د خلکو دومره ګڼه ګوڼه وه چې د پښې ایښودو ځایې به پکې نه ؤ.
دغه ملګری وایي چې د ژوند د ضرورت ټول سامانونه به په دې بازار کې ترلاسه کیدل اؤ شمالي وزیرستا د لرې لرې سیمو نه به خلک د سامانونو اخستو دپاره دلته راتلل.
خو په ضرب عضب عملیاتو کې دغه بازار په مکمله توګه بلډوز کړی شوی اؤ ددغه بازار دوکانداران ګیله کوي چې دوئ کله د عملیاتو له امله د سیمې نه وتل نو خپل دغه دوکانونه یې د سامانونو ډک پریښي وؤ چې اوس هاغه سامانونه هم نشته.
زه وینم چې په دغه دشته کې اوس د کچه لارې دواړو خواؤ ته ابادي هم شروع ده .
ملګري راته وایي چې دا پوځ نوی مارکیټ جوړوي خو د ړنګ شوي بازار یو دوکاندار رحیم راته وایي هغوئ ته نه ده معلومه چې دا نوي جوړیدونکي دوکانونه به پوځ چاته اؤ په کومو شرائطو ورکوي؟

د میرانشاه نوی جوړ شوی مارکیټ
د میرانشاه نوی جوړ شوی مارکیټ


له دې وروستو اوس مونږ د میرانشاه د نوي بازار مخه وکړه چې د زوړ بازار سره د دریوؤ کلو میټرو په فاصله د پاکستان مارکیټ په نوم جوړ شوی دی.
نوي بازار پورې چې زه روان یم نو په هر لوري پریوتې ودانۍ وینم اؤ یا هم په ودانیو کې د ګولو سوري !
د نوي بازار په خوله کې یو پوځي سره د خپلې پیژندګلۍ کولو وروستو بازار ته ورننوځم اؤ وینم چې په یو نیم سلو پخو اؤ خواوشا په دریوؤ سوؤ کچه عارضي دوکانونو مشتمل دغه نوی بازار د خلکو په رش ډک دی.
زه چې څنګه په نوي بازار کې قدم ږدم نو د یو دوکان څخه په لوړ غږ د سندرو اواز راپورته کیږي.
ددغه دوکاندار خواته ورځم اؤ پوښتنه ترې کووم ته ویریږې نه چې په میرانشاه کې دومره په لوړ غږ سندرې غږوې ؟ اؤ هغه جواب راکوي چې نا اوس امن دی ویره ختمه شوې ده.
همدغسې د ټي وي ګانو پلورونکي یو بل دوکاندار هم په تیز غږ ځان ته سندرې لګولي اؤ هغه راته وایي چې د طالبانو په وخت کې به مو جهادي ترانې اوریدلې ، سندرو ته لیواله شوي وؤ ، ځکه اوس په لوړ غږ سندرې اورو.
په دې نوي مارکیټ کې د ژوند د ضرورت ټول شیان موجود دي اؤ خریداران پکې ښه په اطمینان سره سوداګانې اخلي.


خو په دې ټول بازار کې ماته تر اوسه یوه میرمن هم په نظر رانغله ، د سیمې د یو مشر ملک څخه پوښتنه کووم ښځې ولې دې بازارونو کې نه لیدل کیږي ؟
هغه ځواب راکوي زمونږ دا روایات دي چې ښځې بازارونو ته نه پریږدو . اؤ سکولونو ته یې پریږدو.
ماسره د میرانشاه د یوې معیاري تعلیمې ادارې ګورنرز ماډل سکول پرنسپل ښاغلی عالمزیب خان هم ولاړ دی ، هغه نه پوښتنه کووم په ټول شمالي وزیرستان کې د جینکو څومره کالجونه یا هائی سکولونه موجود دي .
هغه جواب راکوي چې د ضرب عضب نه مخکې د جینکو یو ډګري کالج په سیمه کې موجود ؤ خو هغه اوس ختم شوی اؤ په مشکله به ټوله ایجنسۍ کې درې هايي سکولونه وي د جینکو دپاره
د عالمزیب خان نه راته معلومه شوه چې همدغه حال د روغتونونو اؤ دفترونو هم دی چې ښځې پکې تراوسه نشته .
له دې وروستو د میرانشاه پریس کلب ته ورځم ، د سړک په غاړه د یوې زړې ودانۍ په په دروازه لیکل شوي “میرانشاه پریس کلب”

د میرانشاه شاړ شوی پریس کلب
د میرانشاه شاړ شوی پریس کلب


دغه وداني دومره زړه شوې ده چې بنده وايي درنګ شیبې له به را وغورځیږي،
ناصرداوړ چې ددغه پریس کلب د بنیاد ایښودونو خبریالانو څخه یو خبریال دی راته وایي . د ضرب عضب عملیاتو اؤ د طالبانو دغلبې څخه وړاندې دا پریس کلب ډیر په ښکلي شکل ودان وؤ ، مونږ ورته ډیر سامانونه راوړي وؤ ، د لرې لرې نه ملکي اؤ بهرني خبریالان دلته راتلل د سیمې په حالاتو به بحثونه کیدل، د سیمې خلکو خپلې ستونزې به په میډیا د راڅرګندولو دپاره دلته راوړلې ولې اوس ورته دغه جرنده پرته ده اؤ خبریالان نه شي کولی چې دې پریس کلب ته ننوځي.
زه ترې پوښتنه کووم په دې کلب کې پراته سامانونه چرته لاړل ؟ ښاغلي داوړ جواب راکوي ، توره شپه ده هیڅ معلومه نه ده چې سامانونه څه شول اؤ کلب دننه نه په څه احوال دی ؟
تر دې وروستو د په میرانشاه کې د جینکو ډګري کالج ته ورځم چې اوس یې د هاسټل زړه وداني خو په نظر راځي خو کالج نشته ، دغلته په یوه ودانۍ د جینکو د هایي سکول لوحه وینم .
کله چې دغه سکول ته ننوځم نو دننه پکې زړه راښکونکې وداني شوې ده ، د سکول ملازمان راته وایي دا هايي سکول به اوس د جینکو د کالج په توګه کارول کیږي اؤ ددې سره پیوست پرائمري سکول به هایي سکول وي.
خو لا تردې مهاله دغه سکول یا کالج لا فعاله نه دی اؤ پرنسپل ښاغلی اورنګزیب خان راته امید راکوي چې د نوي تعلیمي کال په پیل سره به دا کالج اؤ هایي سکول هم پیل شي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG