په کابل کې دترهګرۍ د وروستیو پیښو د تورونو په پاکستان دلګول کیدو وروستو دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه ویلي د خپلو مسولیتونو څخه په سترګو پټولو ترهګرۍ ته ماتې نه شي ورکړی کیدلی.
افغان چارواکو په کابل اؤ قندهار کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو پړه په پاکستان وراچولې اؤ ویلي یې دي چې دغه ترهګریز بریدونه پاکستان کې دایي ایس ایي په مرسته تیار شوي وؤ.
خو د خالي په ورځ د اسلام اباد ملي دفاعي پوهنتون کې دقامي سلامتۍ اؤ جګړې په تربیه بوختو پوځیانو ته خپله وینا کې دپاکستان پوځي مشر د افغانستان له نوم اخستو پرته ویلي په یو بل تورونه لګول ترهګرۍ ته په ماتې ورکولو کې مرسته نه شي کولی.
دپوځ د بیان له مخې جنرال باجوه ویلي “مونږ هوډ کړی چې د ردالفساد په نوم دعملیاتو له لارې به د ترهګرۍ جرړې وباسو”
هغه وویل د ترهګرو هیڅ مذهب، فرقه ، رنګ یا نسل نه وي اؤ پاکستان پرته له کوم توپیر ددغو ترهګرو د نوغي ویستو په جګړه کې له شمیره وتلې قربانۍ ورکړي دي.
هغه وویل د سیمې څو هیوادونو له خپلو مسولیتونو څخه سترګې اړولې اؤ یوازې په تورونو لګولو تکیه کوي چې دا هیڅ ګټه نه لري.
بیان کې دپوځ د سرلښکر له خولې ویل شوي دپاکستان پوځ د ریاستي ادارو سره په ګډه د پيښو ټولو ګواښونو مقابلې ته مټې رابډ وهلي اؤ دخپل اولس کوټلې ملاتړ ورته ترلاسه دی.
د افغانستان اؤ پاکستان ترمینځ دې وروستیو کې په ګډه پوله د پیښو جنجالونو اؤ افغانستان کې د ترهګرۍ د شوؤ پیښو پسر تاؤ تریخوالی سخت سیوا شوی دی.
کابل په اسلام اباد تورونه لګوي چې نه یوازې د پولې دسمبالښت په بهانه دافغانستان خاوره کې لاسوهنه کوي بلکې په طالب جنګیالو یې افغانستان کې جګړه هم توده ساتلې ده.
خو پاکستان بیا دغه تورونه ردوي اؤ افغانستان کې د ترهګرۍ پیښې ددغه هیواد کورنۍ کمزوري ګرځوي.
د دواړو هیوادونو مشران اولسمشر( اشرف غني اؤ وزیراعظم نوازشریف ) تیره اوونۍ د شنګهایي کانفرنس په مهال خپلو کې د روغې دپاره د چین اؤ امریکا په منځګړتوب د څلور اړخیزو غونډو په جوړولو صلاح شوي دي.
خو څیړونکي وایي چې پاکستان کې دطاقت اصل منبع پوځ دی اؤ د پوځ له رضا پرته دپاکستان حکومت دا توان نه لري چې افغانستان سره خپلې معاملې له سیاسي لارې حل کړي