لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې یو عیسايي تن د مذهب په سپکاوي تورن شوی


د پاکستان د پنجاب صوبې لاهور ښار کې پولیسو د عیسايي ټولنې یو ځوان هلک اشفاق مسیح د مذهب سپکاوي په تور نیولی دی خو یاد تن دغه تورونه بې بنسټه بولي.

پاکستاني مطبوعات وايي اشفاق مسیح د سایکلو مستري دی او د مذهب د سپکاوي تور پرې یو مسلمان ګاک هغه وخت ولګولو کله یې چې دده سره د څلویښتو روپیو پرسر شخړه راغله.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم د اقلیتونو یا لږکیو ګڼ شمیر کسان د شخصي ستونزو او زړه بدوالي له امله مذهب ته په سپکاوي تورن شوي.

د بشري حقونو لپاره کارکونکی جوزیف فرانسس ډیوه ته ویلي د پاکستان د مذهب سپکاوي په قانون کې اکثره د هاغه تن پرضد کوم ثبوت هم نه غوښتل کیږي په چاچې دغه تورونه ولګول شي.

دی وايي ( د مذهب د سپکاوي تور ځکه په عیسویانو باندې لګول کیږي چې پدې کې د قانون د ۲۹۵ سي مادې په هکله کوم ثبوت ضرورت نه وي. کچیرې د قران د سپکاوي تور ولګیږي نو د هغې لپاره د ثبوت ورکول ضروري وي.)

په پاکستان کې پارلمان او د بشري حقونو کارکونکي د هیواد د مذهب سپکاوي په قانون دا نیوکې کوي چې دا د ذاتي شخړو او دښمنیو لپاره استعمالیږي.

همدرانګه تر دې مهاله مذهب ته د سپکاوي د تورونو ګڼ شمیر قربانیان د پاریدلو خلکو لخوا وژل شوي او یا له قانوني سزاګانو سره مخ شویدي.

د خیبر پښتونخوا په عبدالولي خان پوهنتون کې په وروستیو کې یوه طالب العلم مشال خان د خپل پوهنتون د قهرجنو پاریدلو طالب العلمانو لخوا د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوی وه.

د پولیس او نورو پلټنو کونکو ادارو لخوا تر پلټنو وروسته ثابته شوه چې په مشال خان باندې ټول لګول شوي تورونه بې بنسټه وه او په یوه څیړنیز راپور کې ویل شوي چې ځینې محصلینو او د پوهنتون ادارې د هغه د وژنې دسیسه جوړه کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG