لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امرېکې تازه گواښ پاکستان بې قراره کړی دی؟


پاکستان دې په خپله خاوره د افغانانو او امريکه دښمنان روزل بند کړي گني بیا به پښېمانه وي! د امرېکې د صدر ډونلډ ټرمپ دا گواښ څومره قوي او خطرناک کیدې شي؟

او بل تپوس دا چې پاکستان وسله والو ته پناه ورکړی ده، ایا دا یو ناقص یا غلط سوچ دی؟

د زیاتره امريکايي اخبارونو د تبصرو، د پوه خلقو اود سيمې د چارو د څارونکو په خیال نه خو دا سوچ غلط دی چې پاکستان په خپله خاوره تر هگر ساتلي دي او نه د پاکستان لپاره د امرېکې وسنی گواښ بې خطره دی!

اسد منير د پاکستان د استخباراتي اد ارې اي اېس اي په پېښور، شمالي علاقو او فاټا کې پخوانی مشر پاتې شوی دی، ښاغلی منير مني په امريکه د 9/11 ترهگرۍ حملې ورستو د پاکستان په قبايلي سيمو کې القاعده، حقاني شبکه، طالبان ، اسلامک مومېنټ اف ازبکستان او گڼ شمېر نور تر هگر پټ وو او د پاکستان پرې وس نه رسېدلو خو ښاغلي منير گمان کوي د پاکستان د پوځ د عملیاتو ورستو وس د ترهگرو ټکانې ختمې شوي دي.

په اسلام اباد کې د پاکستان اوافغانستان د چارو څارونکی خبریال طاهر خان وايي د صدر ټرمپ د گواښ ورستو ټول پاکستان په دې خبره یو دی چې واشنگټن ته ټيټه خبره ونه کړي د هغه په خیال پاکستانیان نه غواړي چې د امريکه سره تعلقات ختم کړي خو وايي سیاسي، پوځي مشران او اولس دخپل هغه دريز دفاع ضرور کوي چې پاکستان په دې جگړه کې سترې قربانۍ ورکړي دي باید ددې احترام وشي.

د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وايي د امرېکې د جنوبي ایشا لپاره نوې تگ لاره به ناکامه شي. هغه بلومبرگ خبري ادارې ته ويلي دي پاکستان د ترهګرۍ په ضد دی او په افغانستان کې روانه جگړه به پاکستان ته منتقل کېدو ته نه پرېږدي.

د صدر ټرمپ او نورو اعلا امريکاي مشرانو خیال دی د جنوبي ایشیا لپاره نوې تگ لاره بې مثله ده او سکوټې نتيجې به ورکړي-

په واشنگټن کې د ډیوه خبریال پير زبیر شاه وايي هغه ويني چې امريکايي مشران د نور کله په پرتله د افغانستان چارو او د پاکستان کردار ته اوس زیات سنجيده شوي دي. د ښاغلي شاه په خیال امريکایان په دې نتيجه رسېدلي دي چې تر څو د پاکستان سره خبره سپينه نه کړي په افغانستان کې د دويي نوې تگ لاره په مخ بوتلل به گران وي.

په افغانستان کې د ناټو دعسکرو مشر جنرال جان نکلسن وایي د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې تګلارې له مخې به د افغانستان بهر د وسله والو په پناه ځایونو فشارونه زیات شي. ښاغلی نیکولسن وايي پاکستان ېې بیا بیا خبر کړی چې اوس هم په کویټه او پېښور کې د طالبانو شوراگانې موجو دي- خو اسد منير ددې دريز سره اتفاق نه کوي چې اوس هم په پېښور او کویټه کې د طالبانو شوراگانې شته دی.

که څه هم پاکستاني مشران خپل دا دريز بیا بیا تکراروي چې د وسله والو په ضد اوس بغير د څه توپير عملیات کوي خو نړيوال مطبوعات او امريکه وايي پاکستان په خپله زړه لاره روان دی.

د امريکې د باندينو چارو وزير ریک ټېلرسن ويلي دي که پاکستان خپله رویه بدله نه کړه نو ممکنه ده امريکه ورباندې پابندۍ ولگوي او د غیر ناټو ایتلافي حېثیت ورته ختم کړي.

ایا پاکستان دې تازه گواښ بې قراره کړی دی؟ او ایا په پاکستان فشار سوا کول به د واشنگټن او اسلام اباد تعلقات تر دې حده زیاني کړي چې ماسکو، بيجينگ او تهران به د پاکستان د بدې ورځې خواږه ملگري شي؟ ددغه سوالونو ځوابونو ته ډیر وخت نه دی پاتې.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG