لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دغټ اختر په موقعه داشرف غني لخوا پاکستان ته دسولې پیغام


ښاغلی غني افغانستان پاکستان سره هر اړخیزه خبرو ته چمتو دی خو سوله باید له عزت ډکه وي.
ښاغلی غني افغانستان پاکستان سره هر اړخیزه خبرو ته چمتو دی خو سوله باید له عزت ډکه وي.

دغټ اختر په موقعه دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني پاکستان ته د سولې پیغام ورکړی اؤ ویلي یې دي چې پاکستان سره سوله د افغان حکومت په ملي ایجنډا کې شامل ده.

ښاغلی غني افغانستان پاکستان سره هر اړخیزه خبرو ته چمتو دی خو سوله باید له عزت ډکه وي.

هغه دغه څرګندونې د جمعې په ورځ په ارګ کې داختر د نمونځ ه وروستو خبریالانو سره خبرو کې کړي دي.

اشرف غني وویل پاکستان ته پیغام ورکوي چې افغانستان ورسره د هر اړخیزو سیاسي خبرو اترو دپاره تیار دی خو پاکستان باید په دې پوهه وي چې افغانستان یوه داسې دعزت نه ډکه سوله غواړي چې د سیاسي نظر زیږنده وي.

اشرف غني په سپینو ټکو کې وویل چې” دا خبره دې ټولو ته روښانه وي چې هیڅوک مو په زوره کوم کار ته نه شي اړ کولی خو د دلیل په اساس دسیمې امن دپاره هر ډول ګامونو اخستو نه ډډه نه کوؤ”

په دغه موقعه افغان ولسمشر خپلو هیواد والو ته ډاډ ورکړو چې د افغانستان بهرنۍ سیاست په بریالیتوب سره پرمخ روان دی اؤ په تیرو څلویښتو کالو کې چې افغانانو د ښه ژوند کومې هیلې لرلې ددې سیاست له امله هغه په پوره کیدو دي.

افغان ولسمشر پاکستان ته د سولې دغه پیغام په داسې حال کې ورکړی چې سویلي اسیاء اؤ افغانستان دپاره د خپلې تګلارې اعلانولو په مهال تیره میاشت دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ پاکستان د ترهګرو په ملاتړ تورن کړی.

صدر ټرمپ ویلي وؤ چې امریکا پاکستان ته د ترهګرۍ په ضد جګړې دپاره په اربونو ډالر ورکوي خو پاکستان پخپله خاوره هاغو ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي دي چې امریکا یې په ضد په جګړه بوخته ده.

له دې وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني اؤ نړیوالې ټولنې هم په پاکستان تورونه لګوي وؤ چې طالبان اؤ دحقاني ډلې جنګیالي یې پخپلو لاسو کې نیولي اؤ افغانستان کې پرې جنګونو اؤ بدامنۍ ته دوام ورکوي.

خو پاکستان دغه تورونه ردوي اؤ وایي چې افغانستان کې امن ته لیواله دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG