لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خوست:ډرون برید کې دطالب کمانډر په ګډون شپږ جنګیالي‌ وژل شوي


دغه برید د سه شنبې په ماذیکر په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې دطالبانو په یو موټر شوی دی.
دغه برید د سه شنبې په ماذیکر په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې دطالبانو په یو موټر شوی دی.

افغان چارواکي وایي دپاکستان سره په پوله پروت دافغانستان ختیز ولایت خوست کې دبې پیلوټه امریکایي جاسوسي الوتکو په برید کې دیو مهم طالب کمانډر په ګډون شپږ وسله وال وژل شوي دي.

دخوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدران خبریالانو ته ویلي دغه برید د سه شنبې په ماذیکر په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې دطالبانو په یو موټر شوی دی.

هغه ددغه برید په هکله نور معلومات نه دي څرګند کړي خو پژواک خبري اژانس دسیمې څخه د یو بل چارواکي له قوله ویلي چې په برید کې د طالبانو مهم کمانډر جهاد شاه اؤ د هغه نور پینځه وسله وال وژل شوي دي.

خوست دپاکستان قبائیلي سیمې شمالي وزیرستان سره ګډه پوله لري اؤ په تیرو وختونو کې چې شمالي وزیرستان دطالبانو دکنټرول لاندې ؤ نو دافغانستان په دغه ولایت کې هم طالب وسله والو زیات رسوخ لرلو.

په دې وروستیو کې افغان امنیتي ځواکونو د ناټو د هوایي ځواک په ملاتړ دافغانستان بیلابیلو سیمو کې د حکومت مخالفه یاغیانو په ضد د زمکنیو اؤ هوایي بریدونو لړۍ چټک کړې .

افغان چارواکي دعوه کوي چې په دغو عملیاتو کې یې ترهګر سخت ځپلي دي خو ددې باوجود هم په میډیا دافغانستان بیلابیلو برخو نه په امنیتي ځواکونو د بریدونو خبرونه مخې ته راځي.

افغان حکومت تور لګوي چې دا مهال په افغانستان کې دبد امنۍ لړۍ دپاکستان په لمسه طالبانو دوامداره ساتلې ده خو پاکستان دغو تورونو منلو ته تیار نه دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG