لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په کرمه ايجنسۍ کې غېر دولتي طبي خېراتي اداره بنده کړې


پاکستان کې بهرنۍ ادارې او کارکوونکي په قبايلي سیمو کې د فعالیتونو دپاره اجازت نامې ته اړتيا لري،
پاکستان کې بهرنۍ ادارې او کارکوونکي په قبايلي سیمو کې د فعالیتونو دپاره اجازت نامې ته اړتيا لري،

پاکستان د چهارشنبې په ورځ د افغانستان سره په پوله پرته خپله قبايلي سیمه کې غېر دولتي طبي خېراتي اداره مېډېسن سېنس فرنټريرز (اېم اېس اېف) بنده کړې، کومه چې په سيمه کې د ۱۴ کالو نه فعاله وه.

د رويټرز ترمخه اېم اېس اېف په قبايلي سيمه کرم ايجنسۍ کې دوه مرکزونه لرل، دغه سيمه په تېره لسیزه کې د ترهګرۍ ښکار پاتې شوې او امريکايي بې پايلټه ډرون الوتکو پکې د القاعده او نورو وسله والو ډلو مشران په هدف کړي دي.

که څه هم په سيمه کې امنيتي وضع ښه شوې خوپه سيمه کې فرقه ييزه بريدونه اوس هم دوام لرې او د جون په میاشت کې دوه چاؤدنو کې ۷۵ تنه وژل شوي وو.

اېم اېس اېف په خپل بيان کې ویلي "په کرم ايجنسۍ کې ورته د د طبي فعاليتونو بندولو ويل شوي"، او پاکستان ورته په سیمه کې د نور کار کولو اجازت نه دی ورکړی.

د اېم اېس اېف د پاکستان مشرې کېتهرېن مودي ويلي، "اېم اېس اېف د پاکستاني چارواکو په دې پرېکړه د خفګان څرګندونه کړې، چې په سيمه کې د ۱۴ خدمتونه تړي".

پاکستان کې بهرنۍ ادارې او کارکوونکي په قبايلي سیمو کې د فعالیتونو دپاره اجازت نامې ته اړتيا لري، پاکستانۍ غېر دولتي ادارې او خبريالان هم په ازاده په قبايلي علاقو کې کار نشي کولی.

په سيمه کې د اېم اېس اېف مشرتابه د څه ويلو نه ډډه کړې خو ډاکټر محمداسحاق چا چې په اداره کې کار کولو اېم اېس اېف ته د اجازت نامې نه لرلو په سر د بندېز ويل شوي دي.

هغه ويلي په خپله د اېم اېس اېف خدمات د علاقې د ناروغانو دپاره ستايي، خو وايي نه دی خبر چې ولې اداره د کاره ودرول شوه.

د اېم اېس اېف يو کارکوونکي د نوم ښکاره په شرط ويلي، مونږ په علاقه کې د ۲۰۰۴م نه کار کوو، او زمونږ اجازت نامه کله رد شوې نه ده، او اوس به د علاقې ناروغان سخت اغېزمن شي.

هغه ويلي ادارې په دوه مرکزونو کې ۷۰ کارکوونکي درلوده.

کوم چارواکي چې اېم اېس اېف ته د بندېدو خبر ورکړی هغه ويلي، د پېښور نه ورته چارواکو دغه امر کړی او هغه هم نه دی خبر چې اداره ولې د کار ودرولی شوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG