لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي دامریکې مطمئین کول ددوئ کار نه دی


خرم دستګیر ویلي پاکستان دا وخت دکور دننه امریکا سره په اړیکو بیا دسره خبرې پیل کړي دي
خرم دستګیر ویلي پاکستان دا وخت دکور دننه امریکا سره په اړیکو بیا دسره خبرې پیل کړي دي

دافغان طالبانو په مرسته دتورن هیواد پاکستان ددفاع وزیر خرم دستګیر خان ویلي چې دامریکا په اندیښنو دامریکا مطمئین کول د پاکستان کار نه دی.

هغه وایي پاکستان به دترهګرۍ په ضد جګړه کې خپل ځان واضحه کوي چې چرته ولاړ دی خو دا ضروري نه ده چې امریکا ته به ډاډ ورکوي.

امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ اؤ افغان چارواکو په پاکستان تورونه لګوي چې دترهګرۍ په ضد جګړه کې دوه مخیزی رول ادا کوي اؤ پخپله خاوره یې ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي دي.

د زیارت په ورځ میډیا سره خبرو کې ددفاع وزیر خرم دستګیر ویلي پاکستان دا وخت دکور دننه امریکا سره په اړیکو بیا دسره خبرې پیل کړي دي خو ددې ترڅنګ سیمه کې دروانو چارو په هکله یې امریکا سره هم خبرې روانې دي.

هغه وویل امریکا اؤ پاکستان چې په کومو خبرو یو بل نه اندیښمن دي په هغې په پاک زړه سره خبرې کول پکار دي.

هغه وویل دافغانستان ستونزه اؤ د سیمې ځینې نورې کشالې ددې سوب شوي چې دامریکا اؤ پاکستان اړیکې سړې کړي.

هغه وویل کابل کې دامریکا،هند اؤ افغانستان جوړیدونکی ائتلاف پاکستان دپاره خطرناک دی اؤ امریکا هم په دې پوهیږي خو هغه د خپلو ګټو دپاره زمونږ اندیښنو ته پام نه ګرځوي.

ددفاع د وزیر ددغو څرګندونو نه یوازې دوه ورځې دمخه اسلام اباد کې دافغانستان سفیر اؤ د افغان اولسمشر ځانګړي استازي ډاکټر حضرت عمرزاخیلوال په ډاګه کړې وه چې هند ته د افغانستان ورنزدې کیدل دپاکستان په ضد نه دي.

افغان سفیر ویلي وؤ افغانستان یو خپلواکه هیواد دی اؤ پاکستان دې دا سوچ پرې ږدي چې دافغانستان دپاره به هره فیصله په اسلام اباد کې کیږي.

پاکستاني چارواکي دهند اؤ افغانستان په نزدې اړیکو بې باوره دي اؤ تور لګوي چې هند افغانستان دپاکستان په ضد استعمالوي خو افغان چارواکي دپاکستان دغه دریځ په سختۍ سره ردوي اؤ وایي افغانستان یو خپلواکه هیواد دی چې دخپلو فیصلو پخپله دکولو حق لري

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG