اشفاق مومند
دپاکستان سرحدي چارو وزیر عبدالقادر بلوڅ ويلي قبایلي سیمو کې به په راتلونکو لسو ورځو کښې اصلاحاتو عملي کیدو باندې کار شورو شي.
د ریاستي چارو مرکزي وزير قادر بلوچ ويلي دي په لسو ورځو کې به په فاټا کې په ايني اصلاحاتو عمل شورو شي. هغه ويلي دي د ملگرو ملتونو د غونډې نه په ستنیدلو به وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د اصلاحاتو عملي کیدلو اعلان وکړي.
د ډیوه سره خبرو کې د پخواني وزیراعظم نواز شريف صلاح کار او د قبايلي سیمې د اصلاحاتو د کمیټۍ مشير سرتاج عزیز وايي د ایف سي ار ختمیدل او عدالت غځېدل دوه مهمې برخې دي.
سرتاج عزیز خبرې
د ښا غلي سرتاج عزیز د وروستۍ خبرې سره د قبايلي سیمې پارلیماني غړی شهاب الدین خان متفق نه دی چې ګني د خېبر پښتونخوا قاضیان به څه رنگه د فاټا لپاره وکارول شي ځکه چې فاټا خپله د وفاق لاندې راځي. دی وايي په فاټا کې د اوولسم ګریډ افسران، تمام د پولیټیکل انتظامېې مشران هم د خېبر پښتونخوا نه ټاکل کیږي.
شهاب الدین خان وايي د کمیټۍ په راتلونکي غونډه کې به خپل تحفظات مخي ته راوړي او که اومنل شول ډیره ښه ده ګنې خپل احتجاج ته به دوام ورکوي
شهاب الدین خان خبرې