لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سي ايي ای مشر وايي، پاکستان دې په خپله خاوره د وسله والو نه انکار وکړي


مایک پومپیو په واشنګټن کې د دفاع او ډیموکراسیو څېړنیز فاونډیشن کې د پنجشنبې په ورځ خبرې کړي دي.
مایک پومپیو په واشنګټن کې د دفاع او ډیموکراسیو څېړنیز فاونډیشن کې د پنجشنبې په ورځ خبرې کړي دي.

د امريکې د استخباراتي ادارې سي ايي ای مشر مايک پومپيو د پنجشنبې يا زیارت په ورځ ويلي امریکا هرهغه څه کولی شي چې په افغانستان کې طالبان د خبرو مېز ته راولي، خو اول به پاکستان ته په خپله خاوره د وسله والو د خوندي ځالو نه انکار کول وي.

د اېسوسې اېټډ د راپور ترمخه پومپيو ويلي طالبان دې داسې څه امېد ونه لري چې افغانستان کې به جګړه وګټي، او د دې مطلب دا دی چې دوي دپاره به دا نوره ممکنه نه وي چې په پوله واوړي او په پاکستان کې پټ شي.

د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ د اګست په میاشت کې د افغانستان او سويلي اسيا دپاره خپله اعلان کړې پاليسۍ کې ويلي ؤ امریکا به نوره پاکستان کې د ترهګرو په پټو ځالو غلې پاتې نشي.

امريکا او افغانستان د اوږدې مودې نه ادعا کوي چې پاکستان د افغان طالبانو حقاني شبکې ته په خپله خاوره پناه ورکړې او د دغه هېواد استخباراتي ادارې ايي اېس ايي په مرسته افغانستان کې ترهګري کوي، خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

مایک پومپیو په واشنګټن کې د دفاع او ډیموکراسیو څېړنیز فاونډیشن ته په وېنا کې ويلي، که د تاريخ نه ځان پوهه کول وي نو د پاکستان نه ډېر کم توقعات ساتل پکار دي چې د "سخت دريځه اسلامي ترهګرۍ" په ضد امریکايي جګړه کې به ملاتړ ته رضا شي.

هغه ويلي امريکې ته پکار ده چې " (پاکستان) سره پاکې خبرې وکړي چې هغه څه کوي، او د امريکا د توقعاتو سره څه رويه ساتي".

هغه ويلي" امريکا هغه هر څه کوي چې کولی شي طالبان په افغانستان کې د خبرواترو مېز ته راولي، او طالبانو ته داسې هيله ورنشي چې هغوي به په مېدان کې جګړه وګټي".

نوموړي زياته کړې چې " تاسو (طالبان) به په پاکستان کې خوندي ځاله ونه لرئ".

د امريکې د استخباراتو مشر دغه خبرې په داسې حال کې کړې د امریکايي صدر د بيان وروستو د پاکستان د بهرنو چارو وزير خواجه اصف او کورنو چارو وزير احسن اقبال د امريکې سفرونه کړي او د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمرجاوېد باجوه د کابل سفر هم کړی ؤ.

د سي ايي ای مشر د چهارشنبې په ورځ دا هم ويلي هغه امریکايي کېنېډايي جوړه چې په افغانستان کې طالبانو یرغمال کړې په پاکستان کې پپنځه کاله په بند کې وه.

نوموړی وړومبي امریکايي چارواکی دی چې په ښکاره يې ويلي چې دغه جوړه اوماشومان يې په پاکستان کې بندي وو. د هغه دا خبره د پاکستانې چارواکو له خبرو سره په تضاد کې ده.

پاکستاني چارواکو ويلي ، کېنېډايي امریکايي جوړه يې د امريکا د مالوماتو په اساس يې دغه جوړه په داسې حال کې راخوشې کړې چې هغه د افغانستان نه پاکستان ته راوړېده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG