لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان:دترهګرۍ په ضد قامي بیانیې جوړولو دپاره صوبو نه وړاندیزونه غوښتل شوي


دپاکستان دکورنیو چارو وزیر احسن اقبال ویلي د ترهګرۍ اؤ تندلاریتوب په ضد دقامي بیانیې جوړولو دپاره باید صوبې خپل فعال کردار ترسره کړي.

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر احسن اقبال ویلي د ترهګرۍ اؤ تندلاریتوب په ضد دقامي بیانیې جوړولو دپاره باید صوبې خپل فعال کردار ترسره کړي.

څیړونکي نیوکې لري چې هرڅو که پاکستان دترهګرۍ په ضد دجګړې په اوله کرښه د لوبیدو دعوې کوي خو ددغه هیواد قامي بیانیه بیا پخپله ترهګرۍ اؤ تندلاریتوب ته وده ورکوي

دترهګرۍ دمخنیوي دپاره په قامي تګلاره د عمل کولو دجاج اخستو په خاطر دجوړې شوې یوې غونډې په مهال دکورنیو چارو وزیر په صوبو ټینګار کړی چې د کلیو،بانډو اؤ محلو د جوماتونو په کچ دې د تندلاریتوب په ضد د شعور رابیدارؤلو اؤ دترهګرۍ په ضد دقامي بیانیې په جوړولو کې خپلې هڅې پکار راولي.

سرچینې وایي د زیارت په ورځ پلازمینه اسلام اباد کې ترسره شوې دغه غونډه کې پریکړه شوې چې صوبې به ددیني عالمانو سره په ګډه د تندلاریتوب په ضد تګلارې جوړولو دپاره خپل، خپل وړاندیزونه مخې ته راوړي .

دکورنیو چارو وزارت وایي په دغه غونډه کې د پاکستان دڅلورو واړو صوبو چارواکو برخه لرله.

دپاکستان دکورنیو چارو پخواني سکتر تسنیم دراني امریکه غږ سره خبرو کې ویلي چې د ترهګرۍ مخنیوي دپاره د جوړیدونکې قامي تګلارې بریالیتوب دپاره ضروري ده چې په لاندې کچ د صوبو ترمینځ اړیکې پیاوړې کړل شي.

هغه وویل تر څو چې په تر ټولو لاندې کچه باندې کار نه وي شوی تر هغې د بره نه د ورکړل کیدونکو احکاماتو هیڅ ګټه نه شي ترلاسه کیدلی.

ددغې غونډې په مهال د کورنیو چارو وزیر د جرمونو اؤ ترهګرۍ مخنیوي دپاره په قامي کچه د معلوماتو راټولو د مرکز جوړولو امر هم کړی اؤ ویلي یې دي چې صوبې دې دمدرسو اؤ جوماتونو د راجسټرډ کولو عمل د ټاکل شوې طریقې په اساس باوري کړي.

وتلی څیړنکار پروفیسر خادم حسین وایي پاکستان چې ترڅو دترهګرۍ اؤ تندلاریتوب په ضد خپله موجوده بیانیه بدله کړې نه وي ترهغې دترهګرۍ په ناسور قابو نه شي موندلی.

وائس اف امریکه ډیوه راډیو سره خبرو کې ښاغلي خادم حسین ویلي چې نن هم دپاکستان په تعلیمي ادارو اؤ دیني مدرسو کې دکرکې ډک مضامین ښودل کیږي.

دهغه وینا ده چې هرکله د یو طالبعلم په ذهن کې د ماشومتوب نه مذهبي اؤ‌ فرقه ایزې کرکې اچول کیږي نو بیا څنګه دهاغه قام دماشوم نه په راتلونکي کې دیو پرامنه شخص جوړیدو هیله ولرل شي.

هغه زیاته کړه چې دترهګرۍ په دې روانه لړۍ کې تر ټولو زیات زیاتونه پښتنو ته اوښتي اؤ که اوس ریاست دخپلې بیانیې بدلولو ضرورت محسوس کړی نو د دیرائد درست ائد په مصداق دا یوه ښه خبره ده اؤ پښتانه یې هرکلی کوي

XS
SM
MD
LG