د پاکستان خارجه دفتر پخلی کړی چې د کوټې نه تښتول شوي دوه چينايان ښځه او سړی وژل شوي دي، د وژنې پخلی د ډي اېن ای ټېسټ د لارې شوی دی.
د بلوچستان کچلاک علاقه کې دوه مړي ترلاسه شوي او دغه مړي د چينايي وګړو وو.
د کوټې نه د مئي په مياشت کې د تښتول شوؤ دوه چينايي ښځې او سړي د وژنې زمه واري تندروه ډلې داعش قبوله کړې وه.
داعش د تښتول کېدو دوه اوونۍ وروستو زمه واري منلې خو پاکستاني چارواکو يې په هغه وخت پخلی نه ؤ کړی.
نزدې يوه نيمه میاشت وروستو بيا دوه مړي ترلاسه شوي چې حالت يې ډېر خراب ؤ او د هغو د ډي اېن ای کولو ويل شوي وو.
د پاکستان د بهرنو او کورنو چارو وزارت د چينايانو د تښتول کېدو وروستو تور لګولی ؤ چې دوي په تبليغي هلوځلو کې ککړ وو.
ويل شوي وو چينايي وګړو د کاروباري ويزې سرغړونه کړې او په کوټه کې يې د يو کورين تن نه د اردو زده کولو په نوم تبلیغي هلوځلو کې بوخت شوي وو.
د پاکستان خارجه دفتر په خپل تازه بيان کې د وژل شوؤ د کورنو سره غمرازي کړې او ويلي يې دي پاکستان د هر ډول ترهګرۍ غندنه کوي او د نړۍ سره په ګډه د ترهګرۍ ضد مبارزه کوي.
وزارت ویلي د پېښې پوره پلټنې به کوي او پېښه کې ککړ کسان به د قانون منګولو ته راولي.