لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قنديل بلوچ وژنې مقدمه کې مفتي عبدالقوي زندان ته لېږل شوی


د مفتي عبدالقوي سره د سېلفي عکسونو په فېسبوک خپرولو وروستو قنديل بلوچ وژل شوې وه.
د مفتي عبدالقوي سره د سېلفي عکسونو په فېسبوک خپرولو وروستو قنديل بلوچ وژل شوې وه.

د پاکستان د پنجاب صوبې د ملتان يو عدالت ديني عالم مفتي عبدالقوي د وژل شوې ماډلې قنديل بلوچ په مقدمه کې زندان ته لېږلی دی.

په ټولنيزو اړيکو مشهوره شوې ماډله قنديل بلوچ په کال ۲۰۱۶م کې په ملتان کې وژل شوې وه.

مفتي قوي د چهارشنبې په ورځ د قاضي محمد پروېزخان په وړاندې حاضر کړی شوی او قاضي هغه په مقدمه کې د راتلونکې اورېدنې ۷م نومبر پورې زندان ته لېږلی دی.

له دې وړاندې عدالت مفتي قوي پوليس ته په ۱۳ ورځې جسماني ريمانډ ورکړی ؤ چې پکې نوموړی څو ورځې په روغتون کې تېرې کړې وې.

پوليسو د ماډلې په وژنه کې د نوموړي مفتي د ممکنه ککړتوب په اړوند پلټنې پوره کړي دي، ويل کيږي پوليس په بله اورېدنه عدالت ته مالومات وړاندې کړي.

قنديل بلوچ په خپله پلارنۍ سيمه ملتان کې وروستو له هغې وژل شوې چې کله هغې د مفتي عبدالقوي سره سېلفي عکسونه په فېسبوک خپاره کړه.

د ماډلې ورور محمدوسيم منلې چې خور يې د غېرت په نوم وژلې ځکه چې د کورنۍ بدنامي يې کوله، خو په عدالت کې د جرم نه انکار کړی دی.

دوه ورځې وړاندې ويل شوي د قنديل بلوچ مور او پلار د قاضي پروېز خان په وړاندې حاضر شوي او ويلي يې ؤ لُور يې د مفتي عبدالقوي په وېنا وژل شوې وه.

پاکستان کې نزدې ۱۰۰۰ ښځې هر کال خپل خپلوان د غېرت په نوم وژني.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG