لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران ته د پاکستان د پوځ  د سرلښکر د درې ورځني سفر موخه څه ده؟


ایران ته د پاکستان د پوځ سر لښکر په خپل درې ورځني سفر تهران ته رسېدلی.

د پوځ ویاند جنرال اصف غفور د ټوېټر د لارې بیان کښې ویلې چه د پوځ سر لښکر به د ایران له سیاسي او پوځي مشرانو سره خبرې وکړي.

د پاکستان د پوځ سر لښکر شل کاله وروسته اېران ته په رسمي سفر ځي.

مطبوعاتې رپورټونو تر مخه دې ناسته کښې به د دواړو هېوادونو تر منځ د امنیتې چارو په برخه کې د بې باورۍ د ختموولو په اړه خبرې اترې کېږې.

د نړیوالو چارو کارپوه ډاکټر اعجاز خټک وایي، پاکستان دا وخت په سفارتې ډګر کښې د یواځې پاتې کېدلو له ګواښونو سره مخ دې او د پوځ د سر لښکر د سفر یو لوې هدف د پاکستان لپاره د ایران د مرستې تر لاسه کول دي.

پاکستان د ډیر وخت راهیسې د هند لخواه د پاکستان په ضد د ایران د خاورې د کاروولو په سر اندېښنه لري.

تیر کال د ایران صدر د پاکستان د سفر پر مهال د یوه هندي جاسوس د نیولو دعوې کړې وه او ویلي و چې د ایران په خاوره د پاکستان مخالفه شبکې شتون لري چې د نیول شي هندي جاسوس تړاو هم له دغو شبکو سره دی.

څېړونکي وايي پدې وروستیو کې د ایران د چابهار سمندرې اډې له لیارې د هند لخوا افغانستان سره سوداګریزې راکړې ورکړې هم پاکستان اندېښمن کړیدی.

اخوا ایران هم د پاکستان خاوره د ایران پر ضد کارولو او د پاکستان سره په پوله باندې د وران کارو په تګ راتګ اندېښنې لري او دا اندېښنې هم ښايي د پاکستان د پوځ سرلښکر سره شریکې کړي.

د دفاعې چارو څېړونکې اسد منېر ډیوه راډیو ته وایي، که پاکستان د ایران سره اړېکې ښه کول غواړي نو ورته نه دې پکار چې د هند او ایران خپل منځۍ اړیکو باندې اندېښنې راپورته کړي.

په دې وروستیو کښې د امریکا د صدر لخواه پاکستان باندې په خپله خاوره ترهګرو ته د خوندي ځایونو د ورکولو د تورونو په برخه کې ایران د پاکستان د دریځ ملاتړ کړې و او بیا ددې وورستیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ایران سفر هم کړې و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG