لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: ماين چاؤدنه کې د حکومت پلوه مشرپه ګډون پينځه تنه وژل شوي


دغه پېښه د پنجشنبې يا زيارت په ورځ د سروکۍ تحصيل په سپينکۍ علاقه کې رامنځته شوې ده.
دغه پېښه د پنجشنبې يا زيارت په ورځ د سروکۍ تحصيل په سپينکۍ علاقه کې رامنځته شوې ده.

په قبايلي سيمه جنوبي وزيرستان کې يو ماين چاؤدنه کې د حکومت پلوه امن لښکر فعاله غړي په ګډون پينځه تنه وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

د جنوبي وزيرستان د چارواکو په وېنا دغه پېښه د پنجشنبې يا زيارت په ورځ د سروکۍ تحصيل په سپينکۍ علاقه کې رامنځته شوې ده.

چارواکو پخلی کړی د وسله والو تندلارو پرضد د حکومت پلوه امن لښکر فعاله غړی ولي جان محسود سره د ملګرو د يوې جرګې نه بيرته په خپل ګاډي کې راروان ؤ، او د سړک د غاړې ښخ بم پرې چاؤدلی دی.

په چاؤدنه کې د ولي جان سره دوه نور قبايلي مشران ملک اردل او ملک مېوه خان، د سکول يو استاذ احمد او د هغه ساتونکی زمان په ځای وژل شوي دي.

پېښه کې دوه تنه د ولي جان ورور احمدجان او خالد سخت ژوبل شوي دي.

ولي جان باندې له دې وړاندې هم درې ځله ځانمرګي بريدونه شوي خو هغه پکې روغ وتی ؤ.

د تازه بريد زمه واري تر اوسه چا نه ده منلې او له دې وړاندې په ولي جان د شوؤ بريدونو زمه واري هم چا نه وه منلې.

د پوليټيکل چارواکو په وېنا د تازه پېښې وروستو په سيمه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي دي.

د جنوبي وزيرستان په سروکۍ تحصيل کې په کال ۲۰۰۹م کې د وسله والو تندلارو پرضد پوځ عمليات کړي او د دغه سيمې د پاکولو ادعا يې کړې وه.

د سيمې نه د پوځي عملياتو څخه کډه شوي زياتره خلک بيرته ستانه شوي خو دغلته وخت په وخت د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG