لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملاله یوسفزئ:قبائیلي سیمې دې پښتونخوا صوبه کې ورګډې کړل شي


هغې ویلي دقبائیلي سیمو خلک هم په پاکستان همدومره حق لري څومره چې یې پرې نور پاکستانیان لري

دبشري حقونو نړیوالې مبارزې اؤ دنوبیل دامن جائزه ګټونکې ملاله یوسفزئ دقبائیلي سیمو خیبرپښتونخوا صوبه کې د ورګډؤلو ملاتړ کړی اؤ ویلي یې دي دقبائیلي سیمو خلک دڅو لسیزو راهسې دخپلو انساني اؤ ائیني حقونو نه محروم دي.

په ټوئټر پخپل یو ویډیو پیغام کې ملالې یوسفزئ ویلي هغه دقبائیلي سیمو پښتونخوا صوبه کې د ورګډؤلو په لړ کې دفاټا د زلمو دجرګې ملاتړکوي اؤ حکومت څخه غوښتنه کوي چې څومره زر کیدی شي باید قبائیلي سیمو کې اصلاحات پځایې کړي.

هغې ویلي دقبائیلي سیمو خلک هم په پاکستان همدومره حق لري څومره چې یې پرې نور پاکستانیان لري خو له بده مرغه قبائیلي اولس دخپلو دغو حقونو نه محروم دی.

هغې پخپل پیغام کې غوښتنه کړې چې فاټادپاره داصلاحاتو په منظورؤلو کې دنور ځنډ نه ډډه وکړي اؤ فاټا دې په سمدستي ډول دخیبرپښتونخوا برخه جوړه کړي ترڅو دقبائیلي سیمو اولس خپل اساسي حقونه ترلاسه کړي.

هغې دنورو پاکستانیانو څخه هم غوښتي چې باید دقبائیلو ترشا ودریږي اؤ هغوئ ته دانصاف په ترلاسه کولو کې مرسته ورکړي

XS
SM
MD
LG