لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايران: په روانو احتجاجي مظاهرو کې ۱۲ تنه وژل شوي


د ايران دولتي ټيلي ويژن ويلي د حکومت پرضد روانو احتجاجي مظاهروکې ۱۲تنه وژل شوي دي، او صدر حسن روحاني ويلي چې امنيتي ځواکونه به د ګډوډي جوړؤنکو او قانون په لاس کې اخستونکو پرضد سخت ګامونه اخلي.

په ايران کې د تېرې اوونۍ راهسې د حکومت پرضد احتجاجي مظاهرې دوام لري چې پکې تراوسه پورې په سلګونو کسان نيول شوي هم دي.

په ايران کې دغه مظاهرې د معاشي بدحالۍ په ضد دي چې ايران په شام، عراق او يمن کې دولتي پوځ کاروي او په سيمه کې د خپل اثر سېوا کولو دپاره د سعودي عرب سره په جګړه بوخت دی.

دولتي ټيلي ويژن ويلي، " ځينو وسله په لاس مظاهره چيانو د پولیس سټېشنو او پوځي مرکزونو په ولقه کې اخستو هڅه کړې خو امنيتي ځواکونو هغوي دغسې کېدو ته نه دي پرېښودي".

حسن روحاني ویلي، حکومت به يې ټولنيزه بې ثباتي جوړونه او د عامه ملکيت ويجاړول ونه زغمي.

پارلیماني مشرانو ته په وېنا کې حسن روحاني په امريکا، اسرايل او ځانګړي ډول سعودي عرب باندې تور لګولی چې په ايران کې بدامنۍ ته لمن وهي.

خو د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د ايران د صدر څرګندونې رد کړي او ويلي يې دي دا په ايران کې د بدلون وخت دی.

صدر ټرمپ د اتوار په ورځ هم د ايران په حکومت نيوکې کړي چې پرامنه مظاهره چيانو ته يې د يو بل سره د اړيکو دپاره دوي ته انټرنېټ بند کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG