لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دصدر ټرمپ دپاکستان په اړوند څرګندونې دافغانستان دفعاله سياست نتيجه ده


افغانستان وايي د پاکستان په اړه د امريکا د صدر ډونلډ ټرمپ تازه څرګندونې د دغه هېواد د ملي يو والي د حکومت د فعاله بهرني سياست نتيجه ده.

د افغانستان د صدارتي ماڼۍ ارګ سرپرست وياند شاه حسېن مرتضوي ويلي، افغان حکومت د خپلو نړيوالو ملګرو سره په بهرني سياست کې اغېزمنه همکاري لري.

مرتضوي ویلي " هغه څه چې پېښ شوي د ملي یو والي د حکومت د فعاله او بریالي بهرني سیاست له امله دي، مونږ د بهرني سیاست په برخه کې خپلو نړیوالو ملګرو سره ښه او اغیزمنه همکاري لرو او دا همکاري په پياوړي ډول ترسره کیږي. د دې څخه مهمه خبره داده چې د افغانستان د خلکو ستراتیژي او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو قرباني د دې سبب شوې چې نړۍ د سیمې له وضعیت څخه یو سم درک ولري او د ترهګر پرضدمبازره کې زمونږ ریښتینوالی ثابت شي".

مرتضوي دغه څرګندونې د امريکايي صدر ډونلډ ټرمپ د هغه ټويټ په غبرګون کې کړي چې نوموړي پکې په پاکستان سخت ټکونه کړي دي.

صدر ټرمپ د ګل، دوشنبې په ورځ په يو ټويټ کې په پاکستان سختې نيوکې کړي او د هغې وروستو په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې نيکې هيلې پاکستان سره د امريکايي امداد ودرولو خبره هم کړې ده.

صدر ټرمپ ويلي ؤ ، "د امریکې د اربونو ډالرو د امداد په ځواب کې پاکستان یوازې د دروغو او درغلۍ نه کار اخیستی دی".

صدر ټرمپ د امریکې په حکومتي مشرانو هم تنقید کړی او ويلي يې دي په "تیرو ١٥ کلونو کې د امریکې حکومتونو په بې وقوفۍ کې پاکستان ته ٣٣ ارب ډالر ورکړې دي".

امریکايي صدر زیاته کړې پاکستان "هغه ترهګرو ته پناه ورکړې ده چې مونږ یې په افغانستان کې تعقیبوؤ، خو څه مرسته یې نه ده کړې اوس به نور داسې نه وي".

د صدر ټرمپ د ټويټ په ترڅ کې په امريکا کې د افغانستان سفير حمدالله محب ويلي ؤ، " دا د افغانانو هغې ژمنې ته پېغام دی څوک چې په پاکستان کې د اوږدې مودې نه موجودو ترهګرو د لاسه زيانمن دي".

د افغانستان مخکني صدر حامد کرزۍ هم د پاکستان په اړه د امریکایي صدر ډونلډ ټرمپ څرګندونې ستایلې او ويلي يې ؤ نور باید په افغانستان کې جګړه ختمه او د پاکستان په نظامي مشرانو داسې فشارونه راوړل شي چې په نتیجه کې یې افغانستان کې امن ټینګ شي.

حامد کرزی چې په دې وروستیو کې د امریکا د پالیسیو سخت مخالف ګڼل کیږي ویلي يې دي د پاکستان په اړه د صدر ټرمپ څرګندوي د افغانانو د دې دریځ ملاتړ کوي چې وایي د ترهګرو ځالې د افغانستان د پولو نه بهر دي.

افغانستان او امریکا د اوږدې مودې نه په پاکستان تور لګوي چې په خپله خاوره يې حقاني شبکه او هغه ترهګر ساتلي او د دغه هېواد د استخباراتي شبکې په ملاتړ په افغانستان کې ترهګري کوي.

خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي او وايي چې په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو پرضد بې طرفه عمليات کړي دي.

د صدر ټرمپ د بيان وروستو هم د امريکايي چارواکو د پاکستان په اړوند بيانونه هم دوام لري.

بل لور ته د امريکايي صدر په ټويټ د پاکستان په اړوند بيان ته دغه هېواد د سه شنبې په ورځ رسمي ځواب ويلی دی.

د وزيراعظم شاهدخاقان عباسي په مشرۍ د ملي امنيت د کمېټۍ په غونډه کې سياسي او د پوځ مشرتابه ويلي پاکستان به په بيړه کې کوم قدم نه اوچتوي.

د ملي امنیت کمېټۍ د صدر ټرمپ په بيان مايوسي څرګنده کړې ده او ويلي يې دي پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه په خپلو وسايلو او معيشيت په قيمت کړې ده، دغه قربانۍ دې د مالي مرستو سره پرتله نکړی شي.

کمېټۍ ويلي، په افغانستان کې د ګډۍ ناکامۍ مسوليت يواځې په پاکستان نشي اچول کېدی او په ملګرو تورونه لګول په افغانستان او سيمه کې د امن ترلاسه کېدو په لړ کې مرستندویه نه ګرځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG