لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:دافغانستان ځواکونه دجګړې میدان کې پشا نه دي تللي


ولسمشر اشرف غني
ولسمشر اشرف غني

دافغانستان اولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي دافانستان میړني ځواکونه دجګړې په یو میدان کې هم پشا نه دي تلي، تل یې دښمن ځپلی اؤ خپل پلانونونه یې عملي کړي دي.

نوموړي په ډاګه کړې چې کوچني سیاستونه دافغانستان په امنیتي اؤ دفاعي ځواکونو کې ځایې نه لري ځکه چې دا ځواکونه ملي یووالي ته ژمن دي ،

هغه دغه خبرې تیره ورځ دافغانستان د ځانګړو عملیاتو دپوځي مرکز څخه دلیدنې په موقعه پخپله وینا کې کړي دي.

اولسمشر غني وویل سږکال په جګړو کې دافغانستان د ځواکونو تلفات کم شوي دي اؤ راتلونکي کې دځانګړو ځواکونو په توان سیوا کولو باید دا تلفات نور هم راکم کړل شي.

هغه وویل دافغانستان اؤ سویلي اسیاء دپاره دامریکا نوې تګلاره که یو خوا دافغانستان دحکومت دفعالې ډیپلوماسۍ پائیله ده نو بلخوا په دې کې دافغانستان دپوځ مړانه هم شامل ده .

هغه د ځانګړو قطعاتو په ځانګړي ډول د ننګرهار په اچین او کندز ولایت کې د هغوی د عملیاتو مننه وکړه وې ویل، د ځانګړو عملیاتو قول اردو ځواکونو د لا ډېرې پیاوړتیاپه خاطر ټول لازم ترتیبات نيول شوي او په څو نورو اوونیو کې به د هوایي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره هم ځانکړي ترتیبات ونیول شي.

ښاغلي غني د افغان ځانګړو ځواکونو د قوماندان څخه وغوښتل چې له کمانډو ځواکونو څخه دې سمه استفاده وشي او د جنګ بدلون ته په کتو دې ددغو ځواکونو څخه په چټکو عملیاتو کې ګټه واخیستل شي.

په افغانستان کې د ملي پوځ اؤ ځانګړو ځواکونو د پیاوړتیا دپرله دعوؤ باجود وخت په وخت افغانستان دطالبانو اؤ داعش فعالیتونه سیوا کیږي اؤ مطبوعات وایي دا مهال دافغانستان په ګڼو ولایتونو کې په یو شمیر مهمو ولسوالیو داعش اؤ طالبانو عملاً خپل واک ټینګ کړی دی.

پهه افغانستان کې دناټو اؤ امریکايي ځواکونو کمانډر جنرال نیکولسن څه موده وړاندې ویلي وؤ دافغانستان هوایي ځواک پخپلو پښو د ودریدو په حال کې دی اؤ دافغانستان دخوندي ساتلو یوازینۍ لاره داده چې نړۍ دافغانستان دځواکونو په پیاوړتیا کې خپل رول ولوبوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG