لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان شخړې هواري دپاره دانډونیشیاء صدر دعالمانو دګډې شورا جوړولو وړاندیز کړی


انډونیشیاء صدر
انډونیشیاء صدر

د انډونیشیا اولسمشر جوکو ودودو دافغان شخړې دهواري دپاره د اسلامي پوهانو دیوې شورا جوړؤلو وړاندیز کړی اؤ ویلي یې دي په دغه شورا کې دې دافغانستان، پاکستان اؤ انډونیشیا د سر ،سر عالمان واخستل شي ترڅو افغانستان کې د روانې شخرې سوله ایز هواری ولټوي.

هغه دغه وړاندیز اسلام اباد ته پخپل دوه ورځني سفر کې دپاکستان دصدر ممنون حسین سره دلیدنې په مهال کړی دی.

ښاغلي ودودو دپاکستان صدر ممنون حسین ته ویلي دي چې دافغان شخړې په هواري کې انډونیشیاء یو ګټور کردار لوبولی شي .

ددغه لیدنې نه وروسته دپاکستان دصدر دماڼۍ نه په جاري شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلي منون حسین د انډونیشیاء دصدر وړاندیز سره اتفاق کړی اؤ د دواړو هیوادونو مشرانو ژمنه کړې چې په دغه لړ کې به ګډې هڅې وکړي.

له دې وړاندې دپاکستان دپارلیمان یوې ځانګړې غونډې ته وینا کې ښاغلي ودودو ویلي چې شخړې اؤ جنګونه هیچاته ګټه نه شي رسولی اؤ په دغو جنګونو کې خلک په ځانګړي دول ښځې اؤ ماشومان اغیزمن کیږي.

هغه وویل خپل هیواد یې هم تر یوې اوږدې مودې دتاؤ تریخوالی سره مخ پاتې شوی اؤ یوازې د” اچي “شخړه تر ۳۰ کلونو غځیدلې وه خو یوازې دپوځي لارې ټولې ستونزې نه هواریږي

افغان حکومت د انډونیشیا دصدر لخوا د دیني عالمانو دګډې شورا جوړؤلو په وړاندیز خپل ننطر تر دې دمه نه دی ښکار ه کړی

خو دافغان حکومت لخوا خپلو مخالفینو سره دخبرو دپاره جوړې کړل شوې د سولې شورا دتیرکال په وروستیو کې دجکارتا سفر کړی ؤ تر څو دافغان شخړې په هواري کې دانډونیشیاء ملاتړ ترلاسه کړي.

انډونیشیاء چې نړۍ کې د مسلمانانو تر ټولو ستر هیواد ګڼ کیږي ددغه هیواد ۲۶ کروړه ابادۍ کې ۸۷فیصدي مسلمانان دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG