لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سترې محکمې دعاصمه راني دوژنې نوټس واخستو،دمجاهداپریدي رور ګرفتار


عاصمه راني
عاصمه راني

دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي ښاغلي ثاقب نثار کوهاټ کې د طب د وژل شوې پیغلې محصلې عاصمه راني د وژنې پخپله نوټس اخستی اؤ دخیبر پښتونخوا دپولیسو مشر یا ایي جي نه یې یو شواروز کې ددغه پیښې په هکله راپور غوښتی دی.

عاصمه راني په ایبټ اباد کې دطب پوهنځي محصله وه اؤ تیره ورځ په کوهاټ کې د رشتې په نه ورکولو څو وسله والو دکور مخې ته ویشتې وه .

هغې په ژوبل حالت کې بیان ورکړی ؤ چې دمجاهد اپریدي په نوم یو تن ویشتې ده

پولیس وایي چې مجاهد اپریدی خیبرپښتونخوا کې صوبه کې د واکمن ګوند تحریک انصاف د کوهاټ دصدر افتاب عالم وراره دی اؤ هغه د عاصمه کورنۍ نه د واده دپاره دعاصمه لاس غوښتی ؤ خو په انکار یې عاصمه وژلې اؤ بیا دهیواد نه دباندې تښتیدلی دی.

د سه شنبې په ورځ مردان کې دجنسي تیري نه وروسته د وژل شوې څلور کلنې ماشومې عاصمه د دوسیې د اوریدنې په مهال د سترې محکمې مشر قاضي ښاغلي ثاقب نثار د عاصمه راني د وژلو هم پخپله نوټس واخستو اؤ وئ ویل” اوریدلي مې دي چې دې وژنه کې دتحریک انصاف دیو مشر وراره ککړ دی ، دغه هلک له هیواده څخه وتښتیدو؟”

مشر قاضي د صوبې دپولیسو مشر ته امر وکړو چې په یو شواروز کې دپیښې په اړوند راپور محکمې ته وړاندې کړي.

د کوهاټ دپولیسو ضلعي مشر ښاغلي عباس مجید مروت خبریالانو ته ویلي چې دعاصمه راني د وژنې دعوه د مجاهد اپریدي په بل رور صدیق اپریدي هم شوې ده اؤ هغه پولیسو نیولی دی.

دپولیسو دغه مشر دعوه کړې ده چې د مجاهد اپریدي دهیواد نه تښتیدلی اؤ دنیولو دپاره یې د انټر پول سره اړیکه نیول کیږي.

د دوشنبې په ورځ دخیبر پښتونخوا دپولیسو مشر صلاح الدین مسید پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې د عاصمه د وژنې خبر پولیس ته په ځنډ سره ورکړل شوی چې له دې امله دغه پیښه کې ککړ مجاهد اپریدی هیواد نه په تیښته بریالی شوی خو دپولیس دایف ایي ار له مخې د مجاهد اپریدي له تښتیدو نه پینځه ساعته اؤ ۱۵ دقیقې مخکې د عاصمه راني د وژنې ایف ایي ار درج شوی ؤ.

دخیبرپښتونخوا واکمن ګوند تحریک انصاف حکومت دعوه کوي چې د صوبې پولیسو نه یې” مثالي پولیس” جوړ کړي دي خو په سوشل میډیا زیاتره وخت د پي ټي‌ایي په دغه دعوه ریشخند وهل کیږي اؤ زیاتره خلک نیوکه کوي چې مثالي پولیس په هره مهمه موقعه پاتې ثابت شوی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG