لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دلیبیا سمندر کې دکشتۍ په چپه کیدو په لسګونو پاکستانیان مړه شوي


د کډوالو دپاره دملګرو ملتونو د ادارې (ایي اؤ ایم) ویاندې اولیویا هیډن خبریالانو ته ویلي دغه پيښه د جمعې په سحر رامینځته شوې .

په غیرقانوني ډول اروپا ته د اوښتو په هڅه کې دپاکستاني وګړو نه یوه ډکه کشتۍ د لییبیا دسمندري غاړي سره نزدې په سمندر کې چپه شوې چې پکې د ۹۰ کسانو د مړینې اندیښنه ښودل کیږي.

د کډوالو دپاره دملګرو ملتونو د ادارې (ایي اؤ ایم) ویاندې اولیویا هیډن خبریالانو ته ویلي دغه پيښه د جمعې په سحر رامینځته شوې .

هغې ویلي په چپه شوې کشتۍ کې زیاتره پاکستانیان سواره وؤ چې د ډوبو شوؤ کسانو دجملې څخه د۱۰ؤ مړي موندل شوي چې اته پکې پاکستانیان دي.

هغې دا هم ویلي چې په دغه کشتۍ کې سواره درې کسان ژوندي ژغورل شوي چې یو پکې پاکستانی اؤ دوه دلیبیا دي

د زوارت سیمه د لیبیا په لویدیز کې د تیونس د پولې ترڅنګ ده چې دغلته نه زیاتره په غیر قانوني ډول خلک اروپا ته په کشتیو کې د اوښتو هڅه کوي.

د کډالو اداره وایي اروپا ته د اوښتو په هڅه کوونکو کې زیات شمیر دپاکستانیانو اؤ په هغوئ کې بیا د پښتنو وي چې هغوئ لیبیا نه د روم د سمندر دلارې اټلي ته اوړي اؤ بیا له هغه ځایه نورو اروپایي هیوادونو ته ځانونه رسوي.

دیوې اندازې له مخې تیرو څلورو کالو کې د شپږو لکو نه زیاتو کسانو په غیرقانوني ډول دلیبیا دلارې کشتیو کې اټلي ته سفر کړی اؤ په دغو کسانو کې په زرګونو کسانو خپل ژوند سمندر کې د ډوبیدو له امله دلاسه ورکړی دی

XS
SM
MD
LG