لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان: اسما سره په جنسي تيري او وژنه تورن کس نيول شوی، پوليس


د خېبرپښتونخوا صوبې د مردان ضلعې پوليس وايي د کم عمره ماشومي اسما سره د جنسي تيري او وژنې په تور يې دوه تنه نيولي او په هغو کې يو د جرم منلو اعتراف هم کړی دی.

د مردان ضلعې د پوليس مشر (ار پي او) ډي ايي جي محمدعالم شينواري په پېښور کې خبريالانو سره په خبرو کې وويل يو نيول شوی تن د اسما خپلوان ۱۵ کلن محمدنبي د عبېدالله زوی دی ا و هغه د جرم اعتراف کړی دی.

هغه وويل محمدنبي اسما پټو ته بوتلې هلته یې ورسره دجنسي تېری هڅه کړې خو چې هغې چغې ووهلې نو ده ورله بیا ساه بنده کړې او وژلې يې وه.

پوليس افسر وويل په پېښه کې تورن يو بل تن هم نيول شوی دی.

د اسما عمر چې څلور کاله ښودل کيږي مړی يې د جنورۍ د میاشتې په ۱۴م نېټه د پټو څخه ترلاسه شوی او د هغې وروستو پوليس پلټنې پېل کړې څو کسان يې نيولي او د ډي اېن ای ټېسټ دپاره يې نمونې پنجاب صوبې ته لېږلې وې.

د مردان پوليس ويلي ؤ د ۲۵۰ کسانو د ډي اېن ای نمونې يې پنجاب صوبې ته لېږلې چې مالومه کړي جنسي تېری چا کړی ؤ.

شينواري وويل پرون د سه شنبې، نهې په ورځ دوي ته د پنجاب نه د دوه تنو نمونو رپوټ ترلاسه شوی او په هغې کې د نيول شوؤ دوه کسانو د ډي اېن ای نمونې د اسما سره برابر شوي دي.

خو د دغه مقدمې په اول سر کې پوليس د دې خبرې څخه انکار کولو چې ماشومې سره جنسي تېری شوی او بيا وژل شوې وه.

د اسما په وژنه د سترې محکمې مشر قاضي مياثاقب نثار خپل ځاني نوټس اخستی ؤ.

وروستو پوليسو د پېښې د پلټنو دپاره يې يوه ګډه کمېټي جوړه کړې او د تورن کس په مالوماتو ورکولو يې د پينځه لاکه روپو ورکولو اعلان هم کړی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG