لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان:عملیاتو کې ۳۰نور طالبان وژل شوي


چارواکي وایي دافغانستان په اروزګان ولایت کې امنیتي ځواکونو د طالب جنګیالو په ضد عملیات کړي چې پکې ۳۰طالبان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.

له دې یوه ورځ وړاندې هم هلمند اولسوالۍ کې دعملیاتو په مهال د۳۷ؤ طالب جنګیالیو د وژنې دعوه شوې وه .

افغانستان کې دطالبانو په ضد روانو عملیاتو کې وروستو له هغې چټکتیا لیدل شوې چې تیره میاشت کابل کې دشوؤ پرله پسې دریوؤ ځانمرګو بریدونو پړه طالبانو پغاړه واخسته.

دافغانستان خبري اژانس پژواک دامنیتي چارواکو له خولې پخپل راپور کې لیکلي چې د اروزګان د مرکز ترینکوټ په خانقي سیمه کې د ګډو ځواکونو له خوا له تېرو څو ورځو راهیسې چاڼيز عملیات پیل شوي او تردې مهاله پکې ٣٠ طالبان وژل شوي دي.

د یادو عملیاتو مشري چې د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د لومړي کنډک قوماندان ملک زین الله کوي هغه وایي عملیات یې د سیمې د خلکو په خوښه پیل کړي او تر ۳۰۰ زیات کورونه یې د طالبانو له شتون څخه پاک کړي دي.

هغه په دغو عملیاتو کې د ۳۰طالبانو د وژل کیدو ترڅنګ د ۱۵ؤ نورو د ژوبل کیدو دعوه کړې ده

قوماندان زين الله وایي، د عملیاتو پرمهال هوایي ملاتړ هم ورسره دى او تر هغه به دوام ولري، ترڅو خانقه یې له طالبانو څخه پاکه کړې نه وي.

دجنورۍ په میاشت کې په کابل پرله پسې درې غټ ترهګریز بریدونه شوي وؤ چې په د۱۳۵کسانو نه زیات وژل شوي اؤ په سوؤنو نور ژوبل شوي وؤ،

طالبانو ددغه بریدونو پړه په غاړه اخستې وه اؤ افغان اولس مشر اشرف غني هوډ څرګند کړی ؤ چې نور به مخالفینو ته د جګړې میدان کې ماتې ورکوي.

افغان چارواکي تور لګوي چې طالبان دپاکستان لخوا کابل کې بریدونو اؤ ورانکارۍ ته لمسول کیږي خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

واشنګټن هم تیره میاشت په پاکستان خپلې پوځي مرستې تړلي دي اؤ ویلي یې دي ترهغې به دغه مرستې پاکستان ته نه ورکوي ترڅو چې یې خپله خاوره کې دموجودو ترهګرو ډلو طالبانو اؤ حقاني شبکې په ضد دقناعت وړ ګامونه نه وي اخستي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG