لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپاکستان سینیټ دنرښځیانو د حقونو قانوني مسوده تصویب کړې ده


د پاکستان نرښځیان

دپاکستان دسینیټ دبشري حقونو کمیټې دنرښځیانو دحقونو قانوني مسوده په ګډ ډول منظور کړې ده چې دهغې په اساس به اوس نرښځیان په پاکستان ټولټاکنو کې برخه اخستی اؤ دولتي منصب سمبالولی شي.

په دغه قانوني مسوده کې نرښځیانو ته په وراثت کې دحق ورکړل کیدو ترڅنګ د جائیداد د خرڅؤلو اؤ اخستو، ګانه کولو اؤ یا په کرایه دنیولو حق هم ورکړل شوی دی.

نرښځیانو ته به حق ترلاسه وي چې په قانوني کاغدونو کې خپل جنس دخپلې خوښې په اساس ولیکي.

دسینیټ څخه ددغه مسودې منظورؤلو وروسته به دهیواد صدر په دغه مسوده لاسلیک کوي چې دهغې نه وروسته به دا دیو قاڼون بڼه خپلوي.

په قانون کې ویل شوي چې کوم نرښځي د اتلسو کالو عمر ته نه وي رسیدلی نو دهغې په هکله پریکړه به دطب یو چارواکی (میډیکل افسر) کوي چې ایا هغه نرښځی دی اؤ که نه دی اؤ په نرښځیانو کې بیا کومه درجه لري؟

ددغه قانون له مخې د نرښځیانو مور پلار ته به هم حق ترلاسه وي چې خپلو دغو نرښځو اولادونو ته وراثت د سړي که د ښځې په بڼه ورکوي.

تعلیمي ادارو، ملازمت، تجارت ،صحت ، استوګنه اؤ دسفر اسانیو کې به نرښځیانو سره توپیري چلند نه کیږياؤ که څوک نرښځیان تنګوي هغوي ته به دقانون له مخې سختې سزاګانې ورکول کیږي.

نرښځیان که هرڅو دسینیټ دبشري حقونو کمیټې نه ددغه قانوني مسودې په منظوریدو خوشحاله دي خو بیا یې هم زړه کې ویره پرته ده چې دغه قانون به عملي نه شي.

پيښور کې میشت د راني په نوم یو نرښځي ډیوه ویب ته ویلي مونږ سره خو داسې وعدې دزمانو نه کیږي ، خو اوسه پورې مو څه نه دي لیدلي.

دهغه وینا وه “قانونه خو جوړشي خو په هغې بیا عمل څوک کوي؟ ولې دلته خو مخکې نه قانون په انسانانو د ظلمونو مخالف دی ، خو مونو سره که څوک هرظلم کوي هغوئ ته خو پولیس اؤ دانور څه نه وایي ، ولې دامونږ انسانان نه یو؟”

په پاکستان کې دیوې اوږدې مودې نه د نرښځیانو په حقونو خبرې روانې دي خو په دغه هیواد کې ورځ ترورځه ددې طبقې په ضد دتشدد اؤ جنسي زؤرونو لړۍ پیاوړې کیږي اؤ تر دې مهاله په لسګونو نرښځیان دخلکو لخوا په بې دردۍ سره وژل شوي دي

XS
SM
MD
LG