داسرائیل پوځ ویلي شام یې هاغه جنګي الوتکه رانسکوره کړې چې غوښتل یې دایران اهداف په نخښه کړي.
دخالي په ورځ پوځ ویلي دغه الوتکه د اسرائیل په شماليسمه کې لوئیدلی اؤ په پکې ناست دوه کسان ژوبل شوي چې حالت یې دخطرې څخه بهر ښودل شوی.
داسرائیل د پوځ یو ویاند لیفټینینټ کرنل جوناتهن په ټوئیټر لیکلي اسرائیلي الوتکې شام کې هاغه ځایې په نخښه کړی ؤ چې ایران ورڅخه خپله ډرون الوتکه د اسرائیل هوایي بریدونو ته پورته کړې وه
دغه ویاند ویلي د دشام ځواکونو داسرائیلو په دغه ایف ۱۶ الوتکې د توپو ډزې کړي اؤ هغه یې رانسکوره کړې ده.
له دې وړاندې ویل شوي وؤ چې داسرائیل په هوایي حد کې د شام څخه د ورننوتلې ایراني ډرون مخه د یو جنګي هیلي کاپټر له لارې نیول شوې ده.
داسرائیل چارواکي وایي د ډرون لیږلو په غبرګون کې په شام کې دایران اهداف په نخښه کوي خو شام اؤ ایران په دغه هکله لا خپل غبرګون نه دی ښودلی