د پاکستان د اوبو د سرچينو دپاره د څېړنې کونسل (کونسل فار ريسرچ اېنډ واټر ريسورسیز) د ۱۲ کمپنيو د بوتلو اوبه د څښلو دپاره ناکاره يا ناروغو ډکې ګرځولي دي.
پاکستان کې دا لمړی ځل نه دی چې د څښلو په اړوند د خطرې راپور خپور شوی له دې وړاندې د صحت نړیوالې ادارې دغسې راپورونه خپاره کړي چې پاکستان کې ډېر خلک د زهرجنو موادو ډکې اوبه څښي.
تازه ويل شوي چې دولتي کونسل د تېر کال د اکتوبر نه تر د دسمبر د مياشتې پورې د اسلام اباد، پېښور، کوټه، پېنډۍ، لاهور او کراچۍ ترڅنګ نورو ښارونو نه د دغو کمپنيو د بوتلو د اوبو نمونې اخستي او د هغې څيړنه يې کړې ده.
د ادارې د راپور ترمخه په پاکستان کې چې د څښلو د اوبو دپاره کوم برابر معيار ټاکل شوی د هغې ترمخه د ۱۲ کمپنيو (۱ پيور ـ اکوا نېشنل ـ اېس اېن پيور ډرنکنګ واټر ـ سنو ډيپ ـ اورين ـ اب خېبر ـ اوربل پيور واټر ـ لايف واټر ـ اطهر ـ اوسيس پلس ـ هېوېن اېچ ټو او او فينو) اوبه د کېمېکلو او نورو څيزونو له امله په خلکو کې ناروغۍ يا مرضونه جوړوي.
ادارې ويلي د اکوا نيشنل او اېس اېن پيور کمپنيو په اوبو کې د ټاکل شوي معيار څخه ارسينک کېمېکل په ډېر مقدار کارول شوي دي.
د اوبو د معيار د څيړنې ادارې ويلي په اوبو کې د ارسينک کېمېکلو په زیات مقدار کې کارولو سره د څرمنې ناروغۍ، شوګر، د پښتورګو (ګردې) ناروغۍ، لوړ فشار، د زړه ناروغۍ، په زېږېدنو اغېزې او د کېنسر ناروغو سبب ګرځي.
ادارې ويلي په يادو نوروکمپنيو کې د پوټاشيم او مائيکرو بايالوجېکل نمونې موندل شوي چې د هېضې، پيچيس، زيړي او تبې سبب جوړيږي.
د اوبو د څيړنې ادارې ويلي د خوراک څښاک دپاره د عامو اوبو ناوړه معيار خلک د بوتلو اوبو اخستو او کارولو ته اړ کړي دي ځکه په ملک کې د څښکلو د اوبو شخصي کمپنۍ ډېرې سېوا شوي دي.
د سائنس او ټېکنالوژۍ وزارت د اوبو د څيړنې او څار ادارې ته ويلي چې په دغه ډول کمپنيو نظر وساتي کوم چې په بازار کې معياري اوبه نه خرڅوي.
پاکستان کې له دې وړاندې هم تېر کال د صحت نړيوالې ادارې (ډبليو اېچ او) په خپل يو څیړنيز راپور کې ويلي ؤ چې پاکستان کې د څښلو په اوبو کې زهري مواد (سنکهيا) موجود دي د کوم له سببه چې دکروړونو خلکو صحت او ژوند د خطرې سره مخ کېدی شي.
په دغه راپور کې ویل شوي وو چې د پاکستان د بېلابيلو ۱۲ برخو څخه د څښلو د اوبو نمونې اخستل شوې او په هغو کې زهري مواد مالوم شوي وو.