لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان:په امنیتي ځواکونو په یو ساعت کې دننه درې ځانمرګي بریدونه شوي


دافغانستان پلازمینې کابل اؤ هلمند ولایت کې دیو ساعت دننه درې ځانمرګي بریدونه شوي چې پکې څلور کسان وژل شوي اؤ ۱۵ نور ژوبل شوي دي.

دشنبې په سحر دافغانستان ددفاع د کورنیو چارو د وزارت ویاند ډیوه راډیو ته وویل چې دکابل ښار په شش درک سیمه کې یو ځانمرګي برید شوی چې یو تن پکې وژل شوی اؤ‌ شپږ نور ژوبل شوي دي.

دکابل ددغه برید خبرونه لا په مطبوعاتو اؤ ټولنیزو رسنیو کې تاوده وؤ چې دهلمند ولایت چارواکو په وغه ولایت کې د دوؤ نورو ځانمرګي بریدونو اطلاع هم ورکړه.

د هلمند دوالي ویاند عمر ځواک خبریالانو ته ویلي د شنبې په سحر د لښکر ګاه په دویمه ناحیه کې دملي امنیت په دوهمه حوزه د موټر له لارې یو ځانمرګي برید شوی چې پکې یو پولیس عسکر وژل شوی اؤ اته عام وګړي ټپیان دي.

سیمه ایز خلک دټپیانو شمیره تر ۱۵ؤ ښایي اؤ وایي چې دې ځانمرګي برید کې زیاتره ماشومان اؤ محصلین ژوبل شوي دي.

دهلمند ووالي ویاند په عین حال کې د هلمند په ناد علي اولسوالۍ کې هم د پولیسو په یو مرکز دځانمرګي برید خبر ورکړی دی اؤ ویلي یې دي چې په دغه برید کې دوه پولیس عسکر وژل شوي اؤ یو ژوبل شوی دی.

دطالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ددغو ټولو بریدونو مسولیت منلی اؤ دعوه یې کړې ده چې په دې ځان وژونکو بریدونو کې په لسګونو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تیره میاشت په کابل د دریوؤ ځانمرګي بریدونو راپدیخوا چې پړه یې طالبانو پغاړه اخستې وه دالمړی ځل دی چې په یوه ورځ کې د یو ساعت دننه طالبانو درې ځانمرګي بریدونه کړي دي.

دجنورۍ میاشت کې په کابل د طالبانو ترهګریزو بریدونو کې دخواوشا ۲۰۰ کسانو د وژل کیدو نه وروسته دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ اؤ افغان اولسمشر اشرف غني طالبانو سره دمزاکراتو ختمولو اعلان کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې نور به طالبانو ته د جنګ په میدان کې ماتې ورکولی شي.

تیره ورځ دافغانستان د ملي امنیت مشاور ښاغلي حنیف اتمر ویلي وؤ چې افغان دولت به ډیر زر دقطر حکومت نه وغواړي چې په قطر کې دطالبانو سیاسي دفتر وتړي ځکه چې دغه دفتر دسولې په عمل کې هیڅ رول نه دی ادا کړی.

افغان حکومت طالبان دپاکستان داستخباراتي شبکې ایي ایس ایي خلک بولي اؤ تور لګوي چې پاکستان دطالبانو له لارې افغانستان کې روانې جګړې ته دوام بخښل غواړي خو پاکستان دافغانستان دا تورونه ردوي اؤ وایي افغانستان کې روانه بدامني د افغان حکومت کورنۍ کمزوري ده.

امریکا هم تیره میاشت په پاکستان خپلې ټولې پوځي مرستې تړلې وې اؤ شرط یې ایښی چې ترڅو پاکستان خپله خاوره کې دحقاني شبکې اؤ طالبانو دځالو په ضد دقناعت وړ ګامونه نه وي اخستې ترهغې به ورته خواو شا د دؤؤ اربو ډالرو پوځي مرستې نه ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG