لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: هر څوک چې افغانستان ته په بده سترګه وګوري، ځای به یې ګور وي


د افغانستان ولسمشراشرف غني ويلي" څوک چې د افغانستان خاورې ته په بده سترګه وګوري ځای به يې ګور وي او چې څوک ورته په درنه سترګه ګوري په سترګو یې ګرځوو".

د ارګ ترمخه ښاغلي ولسمشر د مارشال فهیم د نظامي پوهنتون د لسمې دورې د محصلینو د فراغت په مراسموکې د وېنا په وخت ويلي، "خدای دا خاوره د افغانستان لپاره پېدا کړې هر څوک چې په بده سترګه ورته وګوري ځای به یې ګور وي، او څوک چې په درنښت راته ګوري او د همغږۍ لاس راکوي، په سترګو یې ګرځوو".

نوموړي وويل ستاسې هویت له نن څخه وروسته یوازې د ملي اردو هویت دی او دا هویت تر ټولو معتبر دی، دا ولس او دا وطن ستاسې قربانیو ته ارزښت ورکوي، زه له هغو کورنیو مننه کوم چې ستاسې په څېر بچي یې روزلي دي.

افغان صدر وخت په وخت د دولت په مخالفه وسله والو د سولې په بهير کې د شاملېدو غږ کړی او ويلي يې دي چې د بهرنو په لاس دې افغان وژنه بنده کړي.

ښاغلي اشرف غني د تېرې مياشتې په وروستيو کې ويلي ؤ " مونږ د خپل هېواد په تاريخ کې په سخت ډګر ولاړ يُو مونږ بايد د خپل هېواد د تلپاتې ثبات دپاره غوڅ او ډاګيز ګامونه پورته کړو مونږ نور سولې ته صبر نشو کولی چې مونږ پله به په خپله راشي مونږ بايد د اجتماعي ملي حل د لارې ګټه ترلاسه کړو".

هغه ويلي ؤ، " څوک چې ځان مسلمانان او افغانان ګڼي بايد د وحشي مذهبي ګوډاګيانو او استخباراتي ادارو څخه په عملي توګه ځان بيل کړي".

افغان صدر دا څرګندونې په داسې حال کې کړې وې چې له دې څو ورځې وړاندې د کابل په ګډون افغانستان کې پرله پسې خونړي ترهګر بريدونه شوي او افغان امنیتي ځواکونو ادعا کړې وه چې دغه بريدونه حقاني شبکې کړي دي.

افغانستان او امريکا تور لګوي چې پاکستان په خپله خاوره حقاني شبکې ته پناه ورکړې او د دغه هېواد د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) په ملاتړ افغانستان کې ترهګري کوي، خو پاکستان دغه ټول تورونه ردوي.

د تېر دسمبر په لمړيو کې نېټو په طالبانو غږ کړی ؤ چې افغانستان کې د سولې د ټينګښت دپاره دې يا خو وسلې وغورځوي، د سولې بهير سره دې يوځای شي او يا دې ځانونه ختمېدو ته تيار کړي.

د نېټو عمومي سېکتر جېنزسټولټنبرګ بېلجيم کې د نېټو د بهرنو چارو د وزيرانو د غونډې په مهال ويلي ؤ،" دا يواځې د امريکا پېغام نه دی چې طالبان دې سولې ته غاړه کېږدي، وسلې دې وغورځوي او يا دې ختمېدو ته چمتو شي بلکې نېټو په طالبانو غږ کوي چې د دې درېو لارو پرته بله لار نه لري".

افغان مشران او نړيوالو ځواکونه وار په وار دغه دريځ تکراروي چې طالبان به دغه جګړه کله ونه ګټي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG